د عراق ولسمشر د حکومت ضد لاريونونو کابو کېدلو لپاره مذاکرات کوي

د عراق ولسمشر د حکومت ضد لاريونونو کابو کېدلو لپاره مذاکرات کوي

د رسنيو د راپورونو په حواله، د عراق ولسمشر برهم صالح په دې خاطر د مذاکراتو وړانديز کړی دی ترڅو دغلته د حکومت ضد لاريونونه کابو شي.

د عراق د حکومت پر ضد اعتراضونو کې چې یوه اونۍ دمخه پیل شوي، څه باندي سل تنه وژل شوي دي.

ښاغلي صالح پرون دوشنبه (سپټمبر ۷مه) په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، پر معترضانو او امنیتي ځواکونو برید کوونکي د خلکو دښمنان دي.




t