چين د ايران د تېلو زېرمو کې له پانګونې تېر شوی

چين د ايران د تېلو زېرمو کې له پانګونې تېر شوی

د رسنيو د راپورونو په حواله، ايران د تېلو وزير ويلي دي، چې چين د ايران ګازو په زېرمو کې له ۵ ميليارده ډالرو پانګونې په شا شوی دی.

دا خبر وروسته له هغه خپريږي چې امريکا پر ايران او چين فشارونه هم ډېر کړي دي.

وروسته له دې چې د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې د فرانسې ټوټال شرکت د جنوبي فارس حوزې له انکشافي پلان څخه لاس واخیست، د چین د تېلو ملي شرکت په دې پروژه کې تر ټولو لویه پانګونه درلوده.




t