بادپښ کې ۸ څاه ګانې بشپړې شوې

بادپښ کې ۸ څاه ګانې بشپړې شوې

دلغمان په بادپښ ( نجات) ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو ۸ حلقې څاه ګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
يادې ۸ حلقې څاه ګانې نن سه شنبه د تلې په ۱۶ نېټه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان ولایت کليو د بیا رغونې او پراختيا د رئيس امان الله مياخېل د معلوماتو له مخې يادې څاه ګانې د بادپښ ولسوالۍ اړوند بېلابېلو سيمو کې کېندل شوي.
مياخېل زياتوي د څښاک د پاکو اوبو ۸ حلقې څاه ګانې د لغمان ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا ریاست په تخنيکې همکارۍ او د يونسيف موسیسې په مالي لګښت د يادو سيمو د پرمختيايي شوراګانو له لوري د ۸ مياشتو په موده کې کېندل شوي.
نوموړی زياتوي د دې څاه ګانو په کېندلو سره زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړ او ورسره د دوی ګڼې ستونزې راکمې شوې.
په ورته مهال د يادو سيمو اوسېدوونکو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست ترڅنګ د يونسيف موسیسې له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې د دوی په ساحو کې د څښاک د پاکو اوبو څاه ګانې وکېندلې.
دوی ټولو په يو غږ د دواړو ادارو له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلوونکې کې دې ته ورته نورې د انکشاف پروژې د دوی په سيمو کې عملي کړي.




t