ننګرهار : خرما باغ سل ټنه حاصلات ورکړي

ننګرهار : خرما باغ سل ټنه حاصلات ورکړي

ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم مسئولين وايي، چې خرما باغ شاوخوا سل ټنه حاصل ورکړی او راتلونکی کال به دغه حاصلات څو چنده نور هم لوړ شي.
د هډې فارم دويم بلاک مدير امين يار انوري وايي، چې که په تشکيل او نورو برخو کې زياتوالی رامنځته شي، نو راتلونکو کالونو کې به ټول هېواد ته خرما ورکړي.
نوموړی وايي اوسمهال په پنځوس جريبه ځمکه کې درې ډوله خرما بوټو حاصل ورکړی او په درې ډولونو نورو کار روان دی، چې راتلونکې کال ته به حاصل ورکړي.
د خرما باغ مسئول عبدالقيوم اطرافي وايي، چې سږکال د خرما بوټو شاوخوا سل ټنه حاصل ورکړی او د لا ښه حاصل په موخه د يادو بوټو په ساتلو او پالنه کې هڅې کوي.
د هډې فارم مسئول شکر الله نورزی وايي که کار کوونکو ته يې په بهر کې د خرما بڼوالۍ برخه کې روزنه ورکړل شي؛ نو د دوی ډيرې ستونزې به حل شي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي، چې اوسمهال يې يواځې درې ډوله بوټو حاصل ورکړی.




t