د مجرم د نيولو تر ټولو اسانه لار وموندل شوه

د مجرم د نيولو تر ټولو اسانه لار وموندل شوه

د مجرم نيول او پيدا کول په ټوله نړۍ کې يو لوی سرخوږی دی، خو اوس چينايي پوليسو داسې يو تکتيک په کار اچولی چې له امله يې مجرم په اسانۍ نيول کېدلی شي.

دا مجرم چې تازه نيول شوی دی له تېرو اوولسو کلونو راهيسې يې پوليس په لټه کې وو. پوليسو دا مجرم د بې پيلوټه الوتکې په مرسته نيولی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، مېلادي کال کې د سچوان ایالت له یوه کمپه تښتېدلی و، خو ۱۷ کاله وروسته په یوه ځنګل کې د ډرون په مرسته پیدا شو.

دا ۶۳ کلن مجرم د یوه ځنګل په څنډه کې په یوه غار کې ژوند کاوه چې څه موده وړاندې یې په اړه پولیسو ته خبر هم ورکړل شوی و، خو پولیسو د ورتګ زړه نه ښه کاوه، ځکه دا سیمه نسبتاً خطرناکه ده او د همدې لپاره ورپسې بې‌پیلوټه الوتکه استولې وه.




t