ولسمشر غني د پغمان له رغول شویو ماڼیو لیدنه وکړه

ولسمشر غني د پغمان له رغول شویو ماڼیو لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پغمان بالاباغ کې د اماني عصر بیا رغاول شویو ماڼیو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح او د هیواد یو شمېر فرهنګیانو یې ملتیا کوله.

جمهوررئیس غني وویل، دوه نیم کاله مخکې دلته له خاورو او ډبرو مه واره نور څه نه و، ځکه ټولې ماڼۍ په جنګونو کې ویجاړې شوې وې، مګر د ارګ عملیاتي واحد د عکسونو له مخې دغه ودانۍ بېرته په خپله پخوانۍ بڼه ورغاولې.

جمهوررئیس غني وویل، د انکشاف او د خلکو د لا وصلولو په موخه به د مرکزي زون په هره ولسوالۍ کې د بالا باغ په څېر باغ او ماڼۍ ورغاول شي. هغه زیاته کړه، دا ماڼۍ به د خلکو په مخ پرانیستې وي او تاسې فرهنګیان مې نن ځکه راوستلئ چې په دې اړه خپل نظرونه او مشورې راسره شریکې کړئ.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاونې په اړه چې له بهرنیو متخصصینو سره وغږېدم، هغوی وویل، په درې څلورو کالوکې یې د بیارغاونې چارې بشپړېږي، مګر د ارګ عملیاتي واحد په ۱۸ میاشتو کې په همغه پخوانۍ بڼه، ښه کیفیت او د تخمین شوي لګښت څو برابره ارزانه په لس میلیون ډالر دارالامان ماڼۍ ورغاوله.

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د دغو ماڼیو بیارغاونه اسانه نه وه، ځکه چې موږ هیڅ تخنیکي اسناد نه لرل، د دې ماڼیو عکسونه او ځینې هغه کورنۍ مو پیدا کړې چې مشرانو یې دلته کار کړی وو. د عکسونو له مخې او د همغو کورنیو د غړو پر مټ مو د ماڼیو د بیارغاونې چارې پیل کړې.

نوموړي وویل، بالاباغ کې د دغو ټولو ودانیو پر بیارغاونې چې له دولتي بودجې څخه تمویلېږي، تر دې مهاله یونیم سل میلیون افغانۍ لګول شوي دي. په دې ماڼیو کې د کنړ همغه لرګي کارول شوي چې د دارالامان ماڼۍ لپاره خریداري شوي وو چې د تاج بېګ او جبل السراج ماڼیو لپاره هم ورڅخه استفاده کېږي.

ښاغلي عطاش وویل، د دغو ماڼیو ترڅنګ له یوې ماڼۍ څخه بلې ماڼۍ ته غځېدلې لارې هم په پخوانۍ بڼه همغسې په شګو پوښل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، اوه سوه کاریګرو د دغو ماڼیو په بیارغاونه کې په ډېره مینه او لېوالتیا د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې کار کړی او زحمتونه یې اېستلي دي.

ښاغلي عطاش له بېلابېلو ماڼیو څخه د لیدنې پرمهال جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د اعلیحضرت ماڼۍ مخه چې خوړ وو، له خاورو مو ډکه کړه او بیا مو چمن ورباندې وکاره چې دا مهال په یو وخت د دیارلس زره کسانو د ځایولو ظرفیت لري. هغه زیاته کړه، د بالاباغ ماڼیو شاوخوا تپې او غونډۍ به په ونو شنې شي او پر سر به یې یوه ماڼۍ هم جوړه شي.

نوموړي همدارنګه وویل، د ارګ عملیاتي واحد په ټول هیواد کې پر اوه سوه پروژو کار کوي چې ځینې یې بشپړې شوي دي او د ځینو د تطبیق او بیارغاونې چارې ادامه لري. بیا یې د اړوندو پروژو انځوریز نندارتون هم جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ور وښود.

هغه وویل، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې موخه داده چې پروژې ارزانه، په ښه کیفیت او پر وخت تطبیق او خلکو ته کار پیدا کړي. هغه زیاته کړه، د تاج بېګ ماڼۍ اتیا سلنه چارې بشپړې شوي او ډېره ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په بالا باغ کې د اماني عصر د بېلابېلو رغاول شویو ماڼیو له نندارې وروسته جمهوررئیس غني لیکوالو او فرهنګیانو ته د وینا پرمهال وویل، په کابل ښار کې د فرهنګ د احیا لوی کار د علم ګنج باغ احیا ده او په همدې موخه د ملي دفاع وزارت اړوند یوولس ودانۍد احیا په حال کې دي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د دغو ودانیو یو سالون د سلام خانې یو نیم برابر دی . د شعر، هنر ، موسیقۍ او د مېرمنو د تشبث لپاره اساسي ځای د برابرېدو په حال کې دی. د چهار چته کار د جریان ترڅنګ د کابل ښار د انکشاف او تحول طرحه په شپږو ټوکونو کې برابره شوې او هیله ده چې کابل به د سیمې او نړۍ ښکلی ښار او پلازمېنه شي.

جمهوررئیس وویل، د کابل له زون بندۍ وروسته به په کابل کې شپاړس کوریډورونه جوړ شي. د تاریخي بالاحصارونو ترڅنګ به د شل کاروان سرایونو چې زموږ د سوداګرۍ د تاریخ برخه ده د بیارغاونې چارې پیل شي. همدارنګه یې له لیکوالو او فرهنګیانو وغوښتل چې په دې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

جمهوررئیس غني د لرغون پېژندنې ارزښت ته په اشارې په ټینګار سره وویل، د افغانستان ډېرې لږ نقطې دي چې متن لري. متن او فرامتن ته د ارتباط ورکولو لپاره دې یوه کمېټه ایجاد شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان په راتلونکو کلونو کې تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري، موږ باید د خپلې خاورې هره برخه افغان ماشوم ته تمثیل کړو او په دې برخه کې دې د لیکنو ترڅنګ فلم، هنر، نقاشي او نورو بېلابېلو ابعادو ته هم پاملرنه وشي.

جمهوررئیس فرهنګیانو ته په خطاب کې وویل، فرهنګ دولت نشي تولیدولی، تاسو یې تولیدوئ. د فرهنګي احیا لپاره دې یو بنسټ جوړ شي چې دولت هر کال یوه اندازه پیسې ورکړي او د فرهنګیانو په مدیریت دې په ښه توګه د فرهنګ د احیا او تولید لپاره ولګول شي.




t