وکټوريا او عبدالکريم

وکټوريا او عبدالکريم

د برتانيې د ملکې او د هغې د هندوستاني ملازم د ملګرتيا تلپاتې تاريخي کيسه…
“تېر کال چې برتانوي شهزاده هېري او مېرمنې يې ميګن مارکل له خپل شاهي هستوګنځي کنګسټن ماڼۍ څخه په ونډسر کې پراته فروګمور نومي کور ته د کوچېدو اعلان وکړ، نو د ۱۹مې پېړۍ په لومړيو کې جوړ شوي دغه شاهي کور ته، چې يوه زمانه يې افسانوي شهرت درلود، يو ځل بيا سترګې ور واوښتې.
د ۲۰۱۹م کال په اپرېل کې د درې ميليونو پاونډو په بيه له سينګار او جوړونې وروسته چې دغه شاهي جوړه دغه تاريخي کور ته ورکډه شوه، نو ښايي، دوی ته هم دا پته نه وه، چې څه باندې يوه پېړۍ پخوا په همدغه کور کې يو مېشت سړی لږ و ډېر همدومره د خبرونو سرټکی و.
توپير يواځې دا دی، چې دغه سړی د شاهي کورنۍ نه، بلکې يو عام هندوستانی عبدالکريم و.
په همدې تېرو ورځو کې د برتانيې له ونډسر نه پنځه زره ميله لرې د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه کور کې څلور کسان د فروګمور د هستوګنځي له دغه هندوستاني اوسېدونکي سره د خپلې ځانګړې اړيکې د ياد په پار راټول شول.
پروين بدر خان د هندوستاني عبدالکريم د لمسي لمسۍ، مظهرسعيد بېګ او قمرسعيد بېګ کوسيان (د لمسي لمسيان) او ۹۰ کلن سيد اقبال حسين کورنی ملګری دی.
کيسه پيليږي!
دا د ۱۸۸۷م کال خبره ده، چې د انګلستان د ملکې وکټوريا د تاج پر سرونې د ۵۰کلونو په پوره کېدو د پنځوسمې کليزې مراسم نمانځل کېدل. په ۱۸۵۸م کال کې چې هندوستان د برتانيې تر واک لاندې راغلی و، له هغه وروسته له ۱۸۷۶م کال راپدېخوا وکټوريا د هندوستان ملکه هم وه.
ويل کيږي، چې ملکې له هندوستان سره ځانګړې مينه لرله. پخپله خو هېڅکله هم هندوستان ته نه ولاړه، خو د هندوستان يوه برخه يې په انګلستان کې ځان ته وربللې وه. د ښايسته هندوستاني آس ځغلوونکو ټولی او خدمتګاران خو لا له وړاندې په ماڼۍ کې وو، دا ځل ملکې د پنځوسمې کليزې پر مهال ملکې غوښتنه وکړه، چې له هندوستانه دوه شخصي خدمتګاران ور ولېږل شي.
دا امر چې د هندوستان د آګرې ښار په مرکزي زندان کې د زندان مسئول جان ټايلر ته ورسېد، نو هغه خپل تر لاس لاندې ۲۴ کلن عبدالکريم او يو بل هندی خادم محمد بخش د دې چارې د ترسراوي لپاره غوره کړل. دواړه په انګليسي لارو، چارو او ادابو وروزل شول او انګلستان ته تلونکې بېړۍ ته وروخېژول شول.
عبدالکريم و څوک؟
حافظ عبدالکريم د آګرې په مرکزي محبس کې کاتب و. پلار يې حاجي محمد وزيرالدين د طب په برخه کې کار کاوه. د دوی کورنۍ آګرې ته نژدې زرګونه جرېبه ځمکه لرله، چې کرونده پرې کېده. دوی د ښار په هستوګنيزه برخه کې څو بنګلې هم لرلې. دلته دا پوښتنه پيدا کيږي، چې د دومره شتمنې کورنۍ سړي څرنګه د يوه ملازم دنده ومنله؟
مشهور راډيو پروګرام جوړونکی او د (ملکه وکټوريا او منشي عبدالکريم) کتاب ليکوال رضا علي عابدي له بي بي سي سره په خبرو کې ځواب ووايه، چې په شاهي ماڼۍ کې د کار کولو فرصت به خامخا د ځوان عبدالکريم لپاره يوه ډېره لويه خبره وه. له انګليسي حکومت سره د تړاو او د ملکي او شاهي کورنۍ د نژدېوالي لپاره د دغې دندې منل يو لوی فرصت و.
هندوستانی په انګلستان کې
عبدالکريم او محمد بخش د ۱۸۸۷م کال په جون کې ونډسر ته ورسېدل او د ۱۸۸۷م کال د جون په ۲۳مه يې په لومړي ځل ملکې ته ناشته ورکړه. تر څنګ يې عبدالکريم ملکې ته د هندوستاني خوړو پخول هم پيل کړل. د وکټوريا دغه خواړه دومره خوښ شول، چې له هغه وروسته نژدې هره ورځ په شاهي ماڼۍ د هندي خوړو پخېدل پيل شول.
د عبدالکريم کَوْسۍ (د لمسي لمسۍ) پروين بدرخان د خپل کور د ناستي په خونه کې د خپلې کورنۍ دغه سينه په سينه را روانه کيسه يادوي: « زموږ مشرانو به ويل، چې ملکې په لومړي ځل ليدو کې عبدالکريم خوښ کړ او ځکه چې دی يې خوښ و، نو له همدې امله يې د عبدالکريم د هېواد هندوستان په اړه هم معلوماتو ته تلوسه پيدا شوې وه. په دې توګه د ملکې وکټوريا او عبدالکريم تر منځ اړيکه جوړه شوه ».
د پروين بدرخان تر څنګ ناست د دوی کورنی ملګری سيد اقبال حسين د خپل ماشومتوب د يادونو په تازه کولو وايي، چې د ده پلار او د عبدالکريم ساتلی زوی (په فرزندۍ) عبدالرشيد سره ملګري وو. ده به پخپله عبدالرشيد ته رشيد کاکا ويل.
« رشيد کاکا به ويل، چې عبدالکريم په ټوله هندي عمله کې تر ټولو زيات وړ کس و. دی د آګرې له اشرافو څخه و او لوړې زدکړې يې کړې وې. همدا لامل و، چې ډېر ژر د ټولو هندي ملازمانو سر ته راغی ».
کله چې ملکې وکټوريا اردو ژبه زده کړه
ونډسر ته د عبدالکريم له رسېدو څو ورځې وروسته ملکې په خپلو ياداښتونو کې وليکل، چې دا هندوستاني ( اردو ژبه هغه مهال هندوستاني بلل کېده ) زده کوي، چې له خپلو هندوستاني ملازمانو سره پرې خبرې وکړای شي.
د عبدالکريم کودی قمرسعيد بېګ وايي، چې عبدالکريم پخپله ملکې ته هندوستاني ورښوودله.
« ملکې نه يواځې هندوستاني ويل زده کول، بلکې د ليکلو تمرين يې هم کاوه. د زياترو رسمی دولتي او شخصي ليکونو ليکل يې هم په هندوستاني پيل کړل ».
د ملکې په امر عبدالکريم په هندوستاني ژبه کې د ورځنيو خبرو، اترو لپاره يوه کتابګوټی هم ترتيب کړ، چې اړينې هندوستاني کلمې او جملې پکې ليکلې وې. دا کتابګوټی د ماڼۍ ټولو ښځينه او نارينه شهزادګانو او د ماڼۍ ټولې عملې ته ور ووېشل شو، چې له هندوستانۍ عملې سره د اړيکې په وخت کې له ستونزو سره مخ نشي.
خدمتګار استاذ شو
ډېر ژر ملکې دا احساس کړه، چې د خوړو ککړ لوښي پورته کول له عبدالکريم سره نه ښايي. د دې احساس په ورکولو کې پخپله د عبدالکريم ونډه هم وه، چې ټينګار يې کاوه، چې دی په آګره کې کاتب و او د يوه خدمتګار په حيث کار کول يې له رتبې ټيټ کار دی. نو په پای کې ملکې او عبدالکريم په ګډه دا وپتېيله، چې دی به د ملکې ښوونکی بلل کيږي. د ليکوال رضا علي عابدي په وينا؛ د منشي د اصطلاح وړانديز به هم عبدالکريم پخپله کړی وي. د ملکې په امر هغه ټول انځورونه هم له منځه يووړل شول، چې په هغو کې به عبدالکريم د خدمتګارو په جامه کې لاس پر سينه ولاړ و.
عبدالکريم چې منشي شو، نو ملکه به يې مخې ته کېنوله او د مير تقي مير، غالب او مومن خان مومن شعرونه به يې ورته اورول. هو دا خبره وه، چې کله به دهٔ ملکې ته هندوستاني ورښوودله، نو ملکې به ورته ويل، چې دی ډېر سخت دريځی ښوونکی دی.
د منشي عبدالکريم کوسی مظهرسعيد بېګ وايي، چې د منشي مېرمنې رشيدن بېګم به ويل، چې ملکې به عبدالکريم ته بيخي د يوه استاذ په ډول درنښت ورکاوه او دا يې ورځنۍ چاره وه، چې هر سهار به د ده سلام ته راتله.

د هندي سکرتر رتبې ته ترفيع
له ښوونکي ټاکل کېدو يو څه موده وروسته منشي عبدالکريم د ملکې (هندی سکرتر) وټاکل شو. د ده لپاره دفتر جوړ شو او مامورين ورته وټاکل شول. اوس منشي ته د ملکې لپاره په تړليو صندوقونو کې د پوستې له لارې د رااستول شويو ليکونو د سمبالولو کار وسپارل شو. په يو څه موده کې د منشي نفوذ دومره زيات شو، چې ملکې به له هندوستانه راتلونکې عريضې ده ته سپارلې او د منلو يا نه منلو دنده يې هم ده ته وسپارل شوه.
سيد اقبال حسين دا ومنله، چې ملکې پر منشي دومره باور درلود، چې کله به انګليسي چارواکو د هندوستان په اړه دې ته کوم معلومات ورکول، يا به يې له هنده کوم خبر ورلېږهٔ، نو ملکې د دې ټولو د پخلي لپاره د منشي رايه منله.
کله چې دا خبر په خلکو کې خپور شو، نو د ملکې وکټوريا انګليسي عمله او هندوستاني چارواکي په وېره کې شول. د هند وايسرای په روښانه ټکو ملکې ته وليکل، چې نور دی محرم ليکونه او اسناد ملکې ته د کتلو لپاره نشي وراستولی، ځکه چې دا خپل ليکونه منشي ته ورښيي. دې ګوتڅنډنې کار وکړ او ملکې نور دولتي ليکونه پر منشي عبدالکريم نه کتل.
(زما ګرانه هندوستانيه زويه)
ملکه وکټوريا د منشي عبدالکريم د هوښيارۍ، ښې سليقې او ښه ذوق منونکې وه. دې به منشي (جنټلمېن) يا (ښاغلی) بالهٔ. په ورځ کې به يې څو واره پرزې ورته ليکلې او د (زما ګرانه هندوستانيه زويه) په نامه به يې مخاطب کاوه. زياتره ليکونه به يې د (ستا وفاداره رښتينې ملګرې) په کلمو پای ته رسېدل.
پروين بدرخان وايي، چې کله منشي عبدالکريم ملکې ته د دندې لپاره راغلی و، نو يواځې ۲۴ کلن و، په داسې حال کې چې ملکه ۶۸ کلنه وه. د دواړو په عمرونو کې ډېر توپير و. همدا لامل و، چې وکټوريا له عبدالکريم سره د اولاد په څېر مينه لرله او او د دواړو مينه بيخي د مور و زوی غوندې وه.
يو ځل داسې هم وو، چې منشي ناروغ شو، نو ملکه به په ورځ کې څو، څو ځله د پوښتنې او خيال ساتنې په موخه د ده خونې ته ورتله. همالته به يې دولتي اسناد کتل او د هندوستانۍ ژبې ليکلو تمرين به يې هم کاوه. تاريخ ليکونکي ليکي، چې په دې موده کې ملکه داسې وه، لکه کوم ماشوم يې چې په غېږ کې اخيستی وي او پالنه يې کوي. س
يو نشو، (څو) شول
ملکې اندېښنه لرله، چې منشي له خپلې کورنۍ نه لرې دی او هغوی به يې ياديږي. امر يې وکړ، چې انګلستان ته د منشي د کورنۍ د رالېږدولو لاره دې برابره شي. په دې توګه د منشي مېرمن، خواښې، نسبتي ورور، ورور، اوښی، عمه ګانې، خاله ګانې او ورېرونه هم شاهي ماڼۍ ته راورسېدل.
پروين بدرخان وايي: « ملکې د منشي د کورنۍ د مېرمنو پردې ته ځانګړی پام لارهٔ. زما نيکه عبدالرشيد او د هغه مور چې کله د ونډسر ماڼۍ ته ورسېدل، نو له آس ګاډۍ څخه تر کوره پورې په لاره کې څادرونه نيول شوي وو، چې پرده وساتل شي، په کور کې هم ورېښمينې پردې وتړل شوي او دېوالونه لوړ کړای شول.
پروين يادوي، چې ملکې د منشي د يواځني زوی ښوونې، روزنې ته هم خاص پام کاوه. عبدالرشيد هماغسې زدکړه وکړه، لکه د ملکې خپل زوی او ځای ناستي شهزاده اېډورډ چې کړې وه. عبدالرشيد په برتاينه کې د وکالت ازموينه هم په بريا پای ته ورسوله.

د مسلمانانو خواخوږې ملکه
تاريخ ليکونکي پر دې خبره يوه خوله دي، چې د خپلې زمانې د دود برعکس؛ ملکې وکټوريا د انسانانو په منځ کې د توکم، رنګ او ذات توپير نه کاوه. مشهوره ده، چې د دې په ماڼۍ کې دا امر و، چې هندوستانيانو ته دې (تور انسانان) نه ويل کيږي. يو ځل چې برتانوي لومړي وزير په ډک مجلس کې دا ټکی وکاراوه، نو بښنې غوښتلو ته اړ شو.
د (وکټوريا او عبدل) نومي کتاب ليکواله او هندي الاصله برتانوۍ ژورنالېسته شراباني باسو بي بي سي ته وويل:« منشي عبدالکريم ملکه پر دې باوري کړې وه، چې مسلمانان دوی ته وفادار دي». د يادونې وړ ده، چې دا وخت په هند کې د ۱۸۵۷م کال د آزادۍ د جګړې لا ۳۰ کاله هم نه وو وتلي او انګليسي واکدارانو مسلمانان د دې بغاوت مسئول ګڼل. د مسلمانانو پر ضد پر دغه تعصب سربېره ملکې وکټوريا په هندوستاني سياست کې لېوالتيا لرله.
ملکې له وايسرای څخه په په ليک کې وپوښتل، چې په آګره کې د هندوانو او مسلمانانو فرقه ييزې شخړې روانې دي. د مخنيوي لپاره يې څه روان دي؟ ملکې امر وکړ، چې په محرم مياشت کې دې د دغو شخړو د مخنيوي لپاره هره شونې هڅه وشي. د دې ترڅنګ ملکې په ايالتي اسامبليو کې د مسلمانانو استازولي هم غوښتله.
د ماڼۍ دننه دسيسې
هر څومره چې منشي عبدالکريم او ملکه وکټوريا سره نژدې کېدل، د شاوخوا ټول خلک، د ماڼۍ عمله او شاهي کورنۍ د دوی مخالف شول. د ماڼۍ هندي ملازمانو د منشي غيبتونه پيل کړل، ځکه دوی هم د منشي له پرمختګه سوځېدل. د ماڼۍ ټول انګليسي عمله هم باغي شوه او د ډله ييزې استعفا ګوتڅنډنه يې وکړه. په دولتي او نادولتي مراسمو کې به انګليسي واکمنو په لوی لاس د منشي څوکۍ د ملازمانو په کتار کې کېښوودله. منشي به چې غبرګون ښووده، ملکې به يې ملاتړ کاوه، چې د ده رتبه له ملازمانو لوړه ده.
ليکوال رضاعلي عابدي بي بي سي ته وويل، چې د ملکې زوی، شهزاده اېډورډز، چې له وکټوريا وروسته پاچا شو، د منشي په مخالفت کې له ټولو مخکې و. شهزاده تر دې کچې له منشي کرکه کوله، چې يو ځل يې له هغه سره پر يوه مېز باندې له چای څښلو ډډه کړې وه. شهزاده د ملکې له شخصي ډاکتر سر جېمز رېډ سره يو ځل اخطار ورکړ، چې که ملکې د منشي ملاتړ پرېښوود، نو دا به عصبي ناروغه وبلل شي او له تخته به لرې کړل شي.
ليکواله شراباني باسو هم دا مني. د دې په وينا؛ انګليسي چارواکو د منشي عبدالکريم پر وفادارۍ شک درلود. هغوی پر منشي باندې د افغانستان امير ته د جاسوسۍ تور هم ولګاوه او کله چې منشي په رخصتۍ کې هند ته ولاړ، نو دوی يې جاسوسي وکړه. سيد اقبال حسين وايي، چې ملکه په هر ستونزمن وخت کې کلکه ولاړه وه او منشي يې خوندي وساته. دا تر پايه له منشي سره وه.
د (Sir) لقب، چې لږ پاتې و، تر لاسه کړی يې وای
پر ملکې باندې د منشي د نفوذ له زياتېدا سره سم منشي هم پر ملکه د خپلې خوښې هر څه منل. ملکې به يې هم ډېر لږه خبره پر ځمکه غورځوله. يو ځل منشي ترې د نواب د لقب غوښتنه وکړه، خو ملکې دا خبره وځنډوله. دا خبره سمه ده، چې ملکې يو وخت ده ته د (Sir) د لقب د ورکولو په برخه کې جدي فکر کاوه، خو د مخالفت له وېرې يې دا کار و نه کړ. د دې پر ځای يې هغه ته (د هندي امپراتورۍ د نظام د ملګري) او (د شاهي وکټوريايي نظام د قوماندان) لقبونه ورکړل.
په ۱۸۹۰م کال کې ملکې وکټوريا د منشي عبدالکريم لپاره په هند کې د جايداد د ورکولو هڅې پيل کړې. د ملکې هيله وه، چې د دې له مرګه وروسته دې عبدالکريم د روزګار لپاره يو همېشنی عايد ولري. له پر له پسې هڅو وروسته د هند وايسرای لارډ لېنس ډاون د آګرې خوا ته ځمکه ولټوله او د منشي عبدالکريم په نامه يې کړه.
د منشي کوسی مظهر سعيد بېګ وريادوي: « زموږ انا به ويل، چې له آګرې څخه ۵۰ کيلومتره لرې په مترا کې د دوی ځمکې وې. شونې ده، چې دا دې هماغه ځمکه وي، چې ملکې وکټوريا منشي عبدالکريم ته بښلې وه ».
د مظهر خور پروين بدر خان وايي: « ما هم دا اورېدلي وو، چې ملکې يو ليک ورکړی و، چې دا ځمکه ستا د اوو پښتونو لپاره ده. ستا د کورنۍ هر کس چې په هر وخت کې هره اړتيا ولري، دا ليک دې د وخت واکمن ته شاهي دربار ته ور وړي ».
د منشي زوال
د ۱۹۰۱م کال د جنورۍ پر ۲۲مه ملکه وکټوريا په ۸۱کلنۍ کې مړه شوه او ورسره په شاهي ماڼۍ کې د منشي عبدالکريم واکمني هم پای ته ورسېده. د نوي پاچا اووم اېډورډ په امر په ونډسر کې د دوی په هستوګنځي کې اور بل شو او د منشي کاغذونه، د ملکې ليکونه او نادر انځورونه وسوځول شول. پاچا اېډورډ دومره وکړل، چې منشي يې د خپلې مور وروستي ځل ليدو ته ورپرېښوود. سيد اقبال حسين وايي، چې منشي وروستی هغه کس و، چې د ملکې څېره يې له تابوت تړل کېدو مخکې وليده.
د ملکې له خښولو سمدستي وروسته اېډورډ منشي عبدالکريم، د هغه د کورنۍ غړي او د ماڼۍ ټول هندوستاني ملازمان، چې زياتره يې د آګرې مسلمانان وو، هندوستان ته ولېږل. قمر سعيد بېګ وايي:« زموږ مشرانو به ويل، چې انګرېزانو له منشي عبدالکريم سره ډېر بد چلن وکړ. يو ناڅاپه يې هندوستان ته ولېږه او هېواد ته په راستنېدو هم پرې سختۍ وشوې ».
هندوستان ته راستنېدنه
منشي خپل پاتې ژوند په خپل پلرني ښار آګره کې پټه خوله تېر کړ. ده ځان ته په انګلستان کې د خپل کور په څېر ښايسته بنګله جوړه کړه او نوم يې (کريم ماڼۍ) ورکړ. قمرسعيد بېګ د ماشومتوب يادونه تازه کوي:« کريم ماڼۍ زما ښه ياديږي. يوه ډېره لويه د ناستي خونه وه، چې د ملکې لخوا ورکړل شوي سوغاتونه پکې ايښي وو. موږ به په خپل ماشومتوب کې دا ټول شيان ليدل ».
پروين بدرخان وايي:« ما پخپلو سترګو يوه چاړه ليدلې وه، چې ياقوت پرې کلک شوي وو. له سوچه سرو زرو جوړ د چايو سېټ و. د ملکې له لاسليک سره انځورونه هم د کورنيو تاريخي اثارو برخه وو ».
پرده لويږي
د ملکې له مرګه يواځې اته کاله وروسته په ۱۹۰۹م کال کې منشي عبدالکريم هم ومړ. دی د آګرې په پچ کويان هديره کې ښخ شو. پاچا اېډورډ لا هم پر تخت ناست و. امر وشو، چې د منشي له خپلوانو سره د ملکې اړوند پاتې نور ټول اسناد دې هم له منځه يووړل شي. د هند وايسرای لارډ منټو غوښتنه وکړه، چې د منشي مېرمنې ته دې د ملکې د څو شخصي ليکونو د ساتنې اجازه ورکړل شي. دا اجازه په دې شرط ورکړل شوه، چې د مېرمنې له مړينې وروسته به دغه ليکونه هم له منځه وړل کيږي. البته د منشي مېرمنې رشيدن بېګم ته د عمر تر پايه د برتانيې حکومت تقاعدي معاش ورکاوه.
تر يوې مودې پورې انګليسي تاريخ ليکوالو د منشي عبدالکريم له يادونې ډډه کوله. پروين وايي:« د منشي په باره کې منفي کتابونه هم ډېر وليکل شول. په برتانيه کې منشي بدنام و ».
د هند په نيمه وچه کې د ۲۰مې پېړۍ په لومړيو کې وتلي ليکوال عظيم بېګ چغتايي د ماشومانو په يوه رساله (پهول) کې د منشي په اړه ليکنه وکړه. د کراچۍ ادبي جريدې (افکار) هم په ۱۹۸۱م کال کې د منشي په اړه يوه مقاله خپره کړه.
په ۲۰۰۰م کال کې وتلي ژورنالېست رضاعلي عابدي د (ملکه وکټوريا او منشي عبدالکريم) په نامه کتاب وليکه. د هندي توکمې برتانوۍ ژورنالېستې شراباني باسو کتاب (وکټوريا او عبدل) په ۲۰۱۰م کې خپور شو. په همدې نامه جوړ شوي فلم، چې په ۲۰۱۷م کې خپور شو، کې هندي فلمي ستوري علي فضل د منشي او برتانوۍ اداکارې جوډي ډينچ د ملکې رول ولوباوه.
برتانوي نشرياتي ادارې (چېنل فور) هم د منشي او ملکې کيسه فلم کړه، چې په ۱۹۸۴م کې د (ملکه او منشي) په نامه خپور شو.
پروين وايي، چې د منشي عبدالکريم په اړه جوړ شوي فلم او وروستيو کتابونو د ده رتبه بېرته پر ځای کړې ده.
د منشي کورنۍ اوس چېرته ده؟
د منشي کوسی قمرسعيد بېګ د تاريخ پاڼې اړوي:« د هند د وېش پر مهال چې د منشي ټوله کورنۍ له هنده تېښتې ته اړ شوه، نو زياتره اسناد، انځورونه او تاريخي اثار يوه خوا او بله خوا ولاړل ». البته له ۱۸۸۷م څخه تر ۱۸۹۷م پورې د منشي د لسو کلونو د ياداښتونو شخصي کتابچه اوس هم له کورنۍ سره شته.
د قمرسعيد بېګ خور پروين وايي، چې نن د منشي کړوسيان، کوديان او د هغوی اولادونه په ټوله نړۍ کې خپاره دي. زياتره يې په پاکستان، هند، امريکا، کاناډا، فرانسه، برتاينه او سويټزرلېنډ کې مېشت دي. متاسفانه چې زموږ د کورنۍ نوی نسل له کورني ميراث سره هېڅ علاقه نه لري. ۱۳۲ کاله وړاندې چې هر څه وشول، اوس د تېر مهال برخه دي او له اوسمهال سره هېڅ اړيکه نه لري.
خو له تاريخه مخ اړول دومره اسانه هم نه دي. ښايي همدا لامل دی، چې که له يوې خوا په ونډسر کې د منشي د فروګمور په کور کې د برتانوي تخت شپږم وارث شهزاده هېري د هستوګنځي جوړولو پرېکړه کړې، له بلې خوا د سکاټ لېنډ په بالمورل کلا کې نن هم (کريم جونګړه) شته. کومې ملکې چې پاو باندې يوه پېړۍ پخوا د خپل وفادار هندي ملازم لپاره کريم ماڼۍ جوړه کړه، د هماغې وکټوريا د درېيم، څلورم نسل ملکې اليزابيت په ۲۰۱۴م کال کې دغه تاريخي کور له شاهي کورنۍ واخيست او ولس ته يې وسپاره.
اوس هر څوک په شاهي ماڼۍ کې د اوسېدو خوب پوره کولی شي. که تاسې هم غواړئ، چې له دغو دېوالونو سره يو څه وخت تېر کړئ، چې يو وخت به پکې ملکه وکټوريا او منشي عبدالکريم اوسېدل، نو د بالمورل ماڼۍ وېبپاڼې ته ورشئ او د زرو پاونډو کرايې په ورکولو سره يوه اونۍ دا کور په کرايه واخلئ.
څوک خبر دي؟ کېدای شي، د ملکې او منشي ارواګانې به نن هم هلته راځي. ملکې ته به د اردو درس ورکوي او د هندوستان کيسې به ورته کوي. ملکه به هم د معصومې ماشومې غوندې د زړه کيسې ورسره کوي او د منشي پر کينه ګرو به اور بلوي”.
( له نه ژباړه)
🎞سرچينه:بي بي سي/اردو
📝 ژباړه: عارف الله حقپرست



افغانستان تاریخي معلومات نړۍ
t