په کرکټ کې د میراثیت لړۍ !

په کرکټ کې د میراثیت لړۍ !

د افغانستان کرکټ بورډ چې د میراثیزم په نوم پوره شهرت لري، دغه بهیر ورځ تر بلې نور هم ریښې پراخوي.
د کلونو راهیسې د کرکټ لوبغاړو او مینه والو سره په لوبډلو کې د ورور ګلوۍ او خپلوۍ نږدې اړیکو اندیښنې او زړه خوراک لا هم ورځ تر بلې قوي کیږي، ورسره ډېر نور داسې کارونه دي، چې ورته بڼه یې خپله کړې ده.
افغانستان کرکټ بورډ له تیرو څو کلونو راهیسې د څو لیګونو د ترسره کېدو شاهد و، چې پکې د میلون لیګ، شپږیزه، افغان پریمېر لیګ او داسې نور…
کمینټري چې د لوبې د ترسره کېدو پر مهال لیدونکو ته د لوبې د خوند او جالبتیا شیبې رنګینې کوي او ورسره د خلکو مینه او احساسات لا زیاتیږي، خو د افغانستان کرکټ بورډ دغې برخه کې پوره پوره ناکام دی، ځکه چې د کلونو راهیسې دغه برخه هم په حجاره او میراث رسیدلې ده او یواځې يو بانډ دغې برخه کې موجود دی، چې هر چټیاټ وایي، د پوښتنې یې څوک نشته.
د کمینټرۍ برخه کې څو سولیدلي غږونه، چې اصلآ د تبصرې له معیار سره سمون نه خوري، د کمینټري پر مهال مایکونو سره شریش کړي دي، چې خلک یې له دغو اپلتو څخه تنګ راغلي دي.

پوښتنه دا چې دوی په کوم معیار انتخاب او لا لګیا دي؟
افغانستان کې اوس د کرکټ پیاوړي د انګلیسي او پښتو ژبې کمینټیټران شتون لري، چې د میراثیانو لخوا دوی هم لکه د کرکټ د لوبغاړو په څیر قرباني دي.
د کمینټري سربیره د میډیا برخه چې اصلآ باید دغې برخه کې خبریالان کار وکړي، تر څو رسنیزه برخه ښه مدیریت شي، دغې برخه کې هم د کرکټ بورډ الراونډران تیار ناست وي.
په هیڅ کرکټ بورډ کې داسې نه کیږي، چې د کرکټ بورډ مامور دې د خپلې دندې ترڅنګ د دغه لوبو په برخه کې ټونکې ووهي، خو دلته دا ښکاره ثبوت وړاندې کوي، چې رهبري شتون نلري.
یوه خبره بله لا دا چې، کرکټ بورډ مرکزي ادارې کابل کې یو څو د ګوتو په شمیر خبریالان په لاس کې نیولي دي، چې د هرې سیالۍ پرمهال ورسره موجود وي، ځکه چې پر وړاندې یې د حق غږ نه پورته کوي، خو مونږ په دغو کسانو غږ کوو، چې خپل وجدان ته خجالته یئ او ضمیر مه خرڅوئ.

مشوره !
که غواړئ چې په هېواد کې د کرکټ د یو شمیر مینوالو مینه له کرکټ سره ختمه نشي او لا زیاته شي، نو لطفآ د دغې برخې سربیره یو شمیر نورو کې بدلون راولئ او ورسره د میراثیزم لړۍ هم په شفافیت بدله کړئ.
مونږ د ورزشي خبریالانو اتحادیه د افغانستان کرکټ بورډ هر ډول فعالیت څارو او په نږدې راتلونکي کې به له ډېرو نورو هغه شیانو هم پرده پورته کړو، چې په میراثي ډول مخکې ځي.
په درنښت !
په ننکرهار ولایت کې د ورزشي خبریالانو اتحادیه



افغانستان میراث کرکټ
t