عمران خان: طالبان او امریکا دواړه سوله غواړي

عمران خان: طالبان او امریکا دواړه سوله غواړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن ادعا کړې، چې وسله وال طالبان او امریکا دواړه سولې ته لېواله دي او سوله غواړي.

ده دا خبرې چین ته له روانیدو مخکې نن په اسلام اباد کې کړي.

هغه غوښتنه کړې، چې د دواړو لوریو خبرې باید بیا پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو او خپلو خبرو د زر پیلیدو ټینګار کوي او د دوی له حضور پرته د طالبانو او امریکایانو خبرې بې پایلې یادوي.




t