استرالیا خپله لوبډله کې وارنر او سمیت شامل کړل

استرالیا خپله لوبډله کې وارنر او سمیت شامل کړل

اسټرلیا په روان کال کې د پاکستان او سرېلانکا سره شل اورېزې لوبې ترسره کوي، چې د یادو سیالیو لپاره نن خپله ۱۴ کسېزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې سټفن سمت او ډیوډ وارنر هم غوره شوي، چې دوی درې کاله وړاندې د کرکټ له بندیز سره مخ شوي وو.

په غوره شویو لوبغاړو کې ارن فنچ، اشټن اګر، الیکس کیري، پټ کمینس، ګلین مکسویل، بین مسدرموت، کین ریچاردسن، سټفن سمت، بیلي سټنلیک، مېچل سټارک، اشټن ترنر، انډري ټای، ډیوډ وارنر او آډم زمپا شامل دي.

د یادو سیالیو لپاره ارن فنچ د لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی.

سید ادریس ولي زاده.



استرالیا لوبې کرکټ
t