المان کې یوه امریکایي الوتکه سقوط شوې

المان کې یوه امریکایي الوتکه سقوط شوې

راپورونه وایي چې د المان په تریر-زاربورگ ښار کې د امریکا یوه بم غورځونکې الوتکه نسکوره شوې ده.

د دغې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

ویل شوي، چې الوتکه له استوګنیزو سیمو لیرې غورځیدلې او پیلوټ توانیدلی، چې د فراشوت په وسیله ځان وغورځوي او روغ پاتې شي.

چارواکي د پېښې په اړه د څېړنو د پيل خبره کوي.




t