حکمتیار: لوړې رایې ما، بیا عبدالله او بیا غني ګټلي

حکمتیار: لوړې رایې ما، بیا عبدالله او بیا غني ګټلي

د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار ادعا لري، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې لومړۍ لوړې رایې ده، دویمې عبدالله او درېیمه درجه اشرف غني ګټلې ده.

حکمتیار په یوه تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې غیر بایومیتریک رایې باید باطلې شي.

د ده په وینا دولت جوړونکي ټیم چې مشري یې ولسمشر غني کوي، ده ته څو پلاوي لیږلي چې ټاکنې له بحرانه وباسي.

د هغه په خبره دوی ته یې مشوره ورکړې، خو خپله مشوره یې په ډاګه نه کړه.

نن ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله هم د ټاکنو د ګټلو ادعاوې کړي.

تمه ده چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷ مه اعلان شي.




t