هیلري کلینټن: ټرمپ کردانو سره خیانت وکړ

هیلري کلینټن: ټرمپ کردانو سره خیانت وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کړی، چې د سوریې له کردانو سره یې خیانت کړی.

هغې په یوه ټویټ کې پر دغو کردانو د ترکیې د هوایي بریدونو له یادولو سره ویلي، چې ټرمپ د ژمنې خلاف له دغو کردانو دفاع ونه کړه.

ټرمپ په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترکیه یاد شوي ترکان د خپلې ازادۍ او نظام لپاره خنډ ګڼي او بریدونه یې پرې کړي.




t