د لویې جرګې تالار له کمپایني غونډو ۱۲ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړی

د لویې جرګې تالار له کمپایني غونډو ۱۲ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړی

د ولسمشریزې ماڼۍ د عملیاتي او پرمختیایي پروګرامونو اداره وایي چې د کمپایني غونډو له اړخه د لویې جرګې تالار ۱۲ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی.

د یادې ادارې ویاند حجت الله مجددي ویلي، چې له دغو پیسو څخه تر ټولو زیاتې یې د دولت جوړونکي او ثبات و همپالنې له ټیمونو ترلاسه شوي.

ویل شوي چې له هرې غونډې د جرګې تالار ته له درې سوه زرو تر ۵ سوو زرو افغانیو کرایه ورکړل شوې ده.

یاد شوی تالار د سولې مشورتي لویې جرګې پر وخت ولسمشرۍ ماڼۍ په اساسي ډول رغولی او په عایداتي سرچینې بدل کړی.




t