محمد الله خالد د امو زون لپاره نوی مسوول معرفي شو

محمد الله خالد د امو زون لپاره نوی مسوول معرفي شو

محمدالله خالد د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د امو زون د نهو ولایتونو (کندز، تخار، بدخشان، بلخ، سمنګان، بغلان، سرپل، جوزجان او فاریاب) لپاره د نوي مسوول په توګه معرفي شو او نن د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې خلکو ته ور وپېژندل شو.

یاد بورډ ویلي؛ دغه غونډه چې په همدي موخه کندز ولایت کې جوړه شوي وه، پکې د ولایت مقام ټولنیز مرستیال، د ولایتي شورا ريیس او غړو، د ادارو مسوولينو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، د کرکټ لوبغاړو او د وزرش مینه والو ګډون کړی وه.

د يادولو ده چې خالد د لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې يې په بېلابېلو ادارو کې کار کړى او دغه راز د کرکټ په برخه کې هم له بشپړې تجربې برخمن دى.



افغانستان امو زون سپورټ
t