معلولیت لرونکو ته حرفوي کمپلکس جوړیږي

معلولیت لرونکو ته حرفوي کمپلکس جوړیږي

افغان معلولیت لرونکو وګړو لپاره د یو ستر حرفوي کمپلکس د جوړولو پر طرحه خبرې وشوې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویلي نن سه شنبه د اریانا رغنیز شرکت مشرتابه او استازو د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي سره ناسته وکړه او د معلولیت لرونکو وکړو لپاره د یوه ستر روزنیز حرفوي کمپلکس جوړه شوې طرحه وړاندې کړه.

د اریانا رغنیز شرکت مشر ملک اریانا په خپلو خبرو کې وویل چې دا به د معلولیت لرونکو وګړو د روزنې لپاره د هېواد په کچه تر ټولو ستر کمپلکس وي او د حرفوي روزنې تر څنګ به پکې معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو، ورزش، عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا، لیلیې، تفریح او نورې ډېرې اسانتیاوې شاملې وي.

سرچینه وایي، د دې کمپلکس طرح د یاد شرکت مسولینو له لوري ترتیب شوې وه او د ښاغلي آریوبي له لوري وستایل شوه وویل، چې له تطبیق سره به یې د معلولیت لرونکو وګړو ټولې ستونزې حل شي.

ښاغلي آریوبي د وزارت مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د اریانا رغنیز شرکت له غړو سره د دې کمپلکس په تخنیکي مسایلو خبرې وکړي او د عملې کېدو لپاره یې ټولې ممکنې لارې چارې ولټوي.



خبرونه معلولیت لرونکو ته کابل کمپلکس
t