پګړۍ – ضیاالدین همت مل

پګړۍ – ضیاالدین همت مل

پګړۍ هغه جامه ده ، چې له سره تاویږي چې دستار ، لونګۍ او پتګۍ یې هم بولي ،د تاریخپوهانو له نظره د پګړۍ تاریخ نه دی معلوم چې په لومړي ځل چا او کله په سر کړه ،خو د پښتنو یو ځانګړی لباس دی ، چې پښتون ولس پرې ویاړي ، او خپل عرف یې ګڼي .
پګړۍ د پښتنو یو سیمبول دی ، چې د نړۍ په هر ګوټ کې پرې پښتانه پېژندل کیږي . زیاتره نارینه پښتانه به پګړي په سرول او دا یې د ځان لپاره ویاړ ګاڼه ، خو اوس یوازې ځینې خلک یې د ځانښودنې لپاره په سروي او یا نورو ته د چاپلوسۍ له امله ور په سروي ، خو شکر چې اوس هم د دستار خلک لرو خوشحال خان وايي ، چې : (( دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي )) هغه زیاتوي چې : ( د بدر په غزا کې د دستار د شملې حکم وشو دستار هغو خلکو ته دې په سر شي چې وړتیا یې لري ، میړنی وي ، او د اتلولۍ کارونه یې کړي وي تاج د بادشاهانو او پګړۍ د امیرانو سره خوند کا هغوی چې د پګړۍ قابلیت نه لري پګړۍ ورسره بد ښکاري .
خوشحال بابا د دستار لایق سړی هغه بولي ،چې شل هنرونه او شل خصلتونه ولري ، نوموړی وایي ، دستار تړل یو لوی مسولیت دی ، څوک یې چې چاته تړي ، که هغه یې قابلیت ونه لري نو دواړو ته شرم او عار دی . چاته چې پګړۍ وتړل شي که ښه کار یې وکړ دواړه پرې ستایل کیږي او که د دستار عظمت یې ونه ساته ؛ نو دواړه مختورن دي . )
خوشحال بابا د دستارنامې اثر کې لیکي ، چې د حضرت محمد ص درې دستار ه یاد شوي (( یو اته لس ګزی ، شمله یې نیم ګزی ؛ دویم دوازده ګزی شمله یې یو ګز هغه د جنګ دی ؛ درېیم شپاړس ګزی هغه به یې په اختر په جمعه په سر تاړه ))
پګړی مذهبي ارژښت هم لري ، چېرته مې له کوم عالم څخه اوریدلي ، چې پګړي سره لمونځ تر بې پګړیه پنځه ویشت درجې زیات ثواب لری .
انجینر ستانه میر زهیر وایي ((د مشر ولۍ پګړۍ په دوه حالاتو کې په سر ايښودل کيده ، نوی ملک يا خان ته او يا به هم چې د کلي مشر مړ شو ،نو مشر تابه پګړی به د هغه ځاي ناستي مشر زوي ته په سرول کيده .
او یا هم کله چې به کوم چا په بل ظلم وکړ نو مظلوم به تر هغې پګړی نه په سروله تر څو چې به يې خپل بدل نه و اخيستی
کله چې نادر افشار ووژل شو او احمد شاه بابا له ایران څخه د نورمحمد غلجایی په ملتیا د افغان پوځیانو سره کندهار ته راغی او د افغانانو لپاره د یو مستقل حکومت جوړولو په فکر کې شو نو د کندهار د ټولو قومونو مشران یې د شېر سرخ زیارت ته را وغوښتل ، چې په یو مشر سره صلاح شي ، دغه مشران نهه ورځې سره بحثونه وکړل مګر یو بل ته د مشرولۍ لپاره قایل نه شول ، هر یو به ځانته مشري غوښته ، احمدشاه له دې غوښتنې مستثنی و ، دوی اخره کې پرېکړه وکړه ، چې دا صلاحیت د دې زیارت ملنګ صابر شاه ته ورکړي ، هغه چې کومه پرېکړه وکړه ټولو ته په د منلو وړ وي .
ملنګ صابر شاه د مشرۍ پګړۍ د احمدشاه بابا په سر وتړه او یو قوده غنم یې په کې وټومبه، هماغه و چې احمدشاه بابا یوه لویه امپراتوري جوړه کړه ، ملنګ صابرشاه په دوی کې د دستار سړی پېژندلی و او هغه هم د دستار عزت او عظمت یې وساته ، په هر ډګر کې یې خپله مېړانه و ښوده . په پښتني سیمه کې دمذهبي ارزښت تر څنګ پګړۍ سیاسي او هم کلتوري ارزښت لري .
سلیمان لایق وایي ، چې :
(( څه بې پته شوو جنګونه ، څه بې هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دې شملو شه ،لادې جګې نه شرمیږي
دا د چرګ لکۍ ته ورته ، شملې واچوئ په مځکه
دا د شرم او ماتې نښې پښتنو ته نه ښاییږي
شمله هغلته شمله وي چې په نر باندې وي لکه
اوس په هر کدو جګیږي اوس په هر اجړا خوریږي))
یا غني خان چې وایي :
((شملې پکښې د سپو پۀ سر پښتو پکښې لغړه
ځوانئ پکښې قتلېږي او واکدار د کلي ډم دی))

رشتیا هم چې دې اخرو څو لسیزو کې مو دا هر څه ولیدل ، په خارج کې جوړ شوی دیموکراسي چې افغانانو ته په سوغات کې راوړل شو ، د ځینو ښېګڼو سربېره یې دومره بد ګڼې لرلې ، چې په ځینو مراحلو کې یې زموږ ملی ارزښتونه تر پښو لاندې کړل .
د هر چا خپله خوښه چې چاته څوک پګړۍ تړي او که ستاینلیک ورکوي ، هېڅ معیار ورته ونه ټاکل شو دې ازادۍ موږ ته دومره زیان راواړوه ، چې د کار او ستاینې خلک یې موږ څخه ورک کړل ، هغه خلکو ته هم پګړۍ ور په سر شوې ، چې د دې ولس په وینو پړسیدلي ول ، شمس القمر اندیش وایی ، چې : (( ماته تمغه د بهادرۍ تړي خو شرط یې دا دی چې به د دې وطن اتل ته اتل نه وایمه )) هغه د پاکستان دا اعزاز ځکه ردوي ،چې له حقایقو یې منع کوي او شرایط پرې ټاکي .
دلته د ارواښاد مولوي محمد یونس خالص بابا خبره چې افغانستان موږ نه ډېر ازاد شو همداسې موږ هم چې د دغې دیموکراسۍ سره نوي اشنا شوي و دومره په کې کېوتو ، چې د نړۍ هېڅ هېواد کې به یې ساری ونه موندل شي ، دا ځکه چې موږ د دقت پر ځای سرعت نه کار اخلو ، په هر کار کې افراط او تفریط کوو ، يوازې پګړۍ نه بلکې پر نورو ارزښتونو هم ملنډې ووهل شوې .
د پګړۍ ارزښت دا و چې په کوم جنګ کې به د چا له سره وغورځول شو نو دې لپاره به جرګه را بلل کېده او کنه د دواړو لورو ترمنځ به خونړۍ جګړه رامینځ ته شوه .
ځیې ګړنې هم لرو ، لکه : د پګړۍ خیال به مې ساتې ، پام چې پګړۍ مې پر زمکه ونه غورزوې. مشرانو به خپلو کشرانو ته د نصحیت په توګه دغه ګړنې استعمالول ، خو زموږ د ارزښتونو دښمنانو دې ټولو ته زیان واړوه ، جنازو کې ، او په مسجدونو کې یې بمونه والوزول او زموږ پګړی په سرو وینو لت پت شول او په ځمکه به را پرېوته .
پګړۍ زموږ د مذهبي ، سیاسي او فرهنګي ارزښتونو څخه ګڼل کیږي ؛ نو لازمه ده چې د داسې ارزښتونو په ساتلو کې خپل مسولیت ادا کړو .
په ولسي ادب کې هم پګړۍ یاد شوی، لکه :
((له مشهدۍ لونګۍ د ې ځار شم
په سر دا ستا ده کږه زه له خیاله ځمه
په قد کې دواړه برابر یو
مانه دې زیات دي د پګړۍ دواړه ولونه
چې مشهدۍ لونګۍ دې زه وای
په نرۍ ملا به دې له خیاله ځنګیدمه
سروکی : توره بهرام خانه نوابه
شمله دې جېګه کړه چې باد یې رپوینه نوابه
نو له حکومت څخه مو هیله دا ده ، چې د دغو ارزښتونو په ساتلو کې دې خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړي ، یو معیار دې ورته وټاکي ، دلته هغو جنګیالیو انګریزانو ته هم په سر شو ل ، چې د شپې په چاپو کې یې سلګونه بې ګناه افغانان وژلي ول ، خو که چاپاني ناکامورا ته په سر وتړل شي ، سړی پرې ځکه نه خفه کیږي ،چې په رغنیزو کارونو کې تر ډېرو افغانانو ښه ځلیدلی .
خو بد بختانه چې مسولو ارګانونو هم د دغو ارزښتونو په لیلام کې خپله ونډه ادا کړې ، له تفکیک پرته یې ځینو خلکو ته دغه ارزښتونه ورکړل شو ، چې قابلیت یې نه لرل .
دغه ارزښتونه باید د فردي ګټو ښکار نه شي ، بلکې هغو خلکو ته ورکړل شي چې د یوې علمي یا اکاډیمیکې ادارې پرېکړه وي .
دا کار یوازې حکومت پورې هم اړه نه لري ،باید دغو ارزښتونو په ساتلو کې ولس او ويښ ځوانان هم برخه واخلي .
ضیاءالدین همت مل



ادب افغانستان همت مل کلتور
t