د ټاکنو د پايلو اعلانول يوازې د ګميسيونونو صلاحيت دی اوبس!

د ټاکنو د پايلو اعلانول يوازې د ګميسيونونو صلاحيت دی اوبس!

د ټاکنو د پايلو په هکله تر وخت مخکې قضاوت کول په خپله قانون ته نه در ناوی او د کميسيونو په چارو ښکاره لاسوهنه ده، راځئ دا پريکړه کميسيونونو ته پريږدو چې څه ډول فيصله کوي، همدا په خپل سر اعلانول ددې سبب شوي دي چې په هېواد کې نو پايه ولسواکي زيانمنه او پر ټاکنو د خلکو باور کم شي. که موږ د پنځو کلونو مخکې ټاکنې له اوسنيو ټاکنو سره مقايسه کړو اصلا د مقايسې وړ نه دي ځکه ولس پر ټاکنو او د کميسيونو پر پريکړو بې باوره شوي دي، زه په تيرو ټاکنو کې د يو ولايتي مسوول په توګه ددې شاهد وم چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او دا ځل پر ټاکنو د خلکو نهيلي او بې باوري ددې سبب شوي دي چې د تير په پرتله څلورمه برخه رايه اچوونکي برخه واخلي مثلا د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو په هرات کې په لومړي پړاو کې تخمينن ۵۹۵۰۰۰ رای پاڼې کارول شوې وې چې وروسته د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون تر پريکړې او پاکو او ناپاکو رای پاڼو تر چڼ کولو نه وروسته شا او خوا څه کم ۵۰۰ زره رايې په حساب کې راغلې، وروسته په دويم پړاو ټاکنو نږدې ۵۰۵۰۰۰ رای استعمال شوې وي خو بيا هم نږدې څلور برابره خلک پر ولسواکۍ او د کميسيونونو پر پايلو باوري ول خو متاسفانه چې دا ځل په هرات کې يوازې ۱۲۹۰۰۰ شا او خوا خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه چې دا واقعا د انديښنې وړ ده او همداسې په نورو ولايتونو کې هم دې ته ورته د خلکو نه ګډون ددې ښکارندوي کوي چې خلک زړه توري او بې باوره دي .
خو يو بله ستونزه دا هم وه چې دا خل ولسمشريزو ټاکنو ته هغسې چې تمه کيده د ټاکنو د کميسيون له خوا د ستيکرونونو لګولو او په دې هکله عامه پوهاوي ته توجه نه وه شوې او يوازې هغو واجدينو رايه وکاروله چې د پارلماني ټاکنو لپاره يې په خپلو تذکرو سټکرونه لکولي ول.
اما يو شمېر کسان بيا په دې باور هم دي چې په تيرو ټاکنو کې د ولايتي شورا ګانو يو ځای ټاکنې او د ولايتي شورا ګانو د کانديدانو کمپاينونو هم رول درلود خو په دويم دور کې چې د ولايني شوراګانو کانديدان هم نه ول خو په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون باندې هم سترګې نشو پټلولی، ولې متاسفانه چې هغه وخت د کميسيونوو پريکړو ته چا درناوی ونکړ ، د ټاکنو د پايلو نه منل او آن د موازي حکومت اعلانول او په لويه کې بحران ته د هېواد بيولو د مخنيوي په خاطر ولسمشر مجبور شو چې د ملي وحدت حکومت ومني او هېواد کې د خارجي دسيسو مخه ونيسي.
دا چې ولې اوسنۍ ټاکنې له پنځو کلونو مخکې سره توپير لرې، بايد په ياد ولرو چې داځل ټولې تخنيکي چارې د افغانانو له خوا پر مخ وړل کيدې او اکثره مالي لګښت يې له ملي بودجې څخه تامين شوی وو.
که چيرې داځل هم تير ته ورته د نه منلو ګواښونه کيږي او تر وخته مخکې څوک ځان بريالی اعلانوي نو دا به د هغو کسانو له خوا د نو پايه ولسواکۍ زندۍ کول وي چې تل يې د ټوپک له شپيلۍ خوړلې ده.

عبدالله شيرزی
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون پخوانی کميشنر




t