اقتصادي سياستونه / لومړۍ برخه

اقتصادي سياستونه / لومړۍ برخه

اقتصادي سیاستونه

لیکنه: ګلاب بهار

اقتصادي سیاستونه د یوې سیمې او هېواد په کچه د زېربنایي فعالیتونو د رغولو او په هېواد کې د اقتصادي وضعې د تغیر په موخه هغه ګامونه دي، چې د یو هېواد د سیاسي مشرانو له لوري د هېوادوالو د هوسا ژوند د رامنځته کېدو لپاره تر سره کېږي. اقتصادي سیاستونه چې د عمومي سیاست یوه برخه ده، نو غوره ده چې لومړی سیاست وپېژنو:
د سیاست مفهوم او پېژندنه
د سیاست علم د سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیزو اړخونو لوستنه او څېړنه په ځان کې رانغاړي. د سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیزو اړخونو لوستنه له انسان سره دا مرسته کوي، څو هغه نړۍ چې پکې ژوند کوي، په غوره توګه وپېژني او د خپل مبهم راتلونکي لپاره غوره لارې چارې وټاکي، چې په نتیجه کې یې په خپل ژوند کې لوی او کوچني بدلونونه راولي.

د سیاست د علم پخوانۍ مانا چې یوازې یې د حکومت او دولت د څېړنې او لوستنې علم ګاڼه، اوس د منلو وړ نه ده، ځکه چې سیاست په ټولنه کې غیري رسمي جوړښتونه او سیاسي سلوک هم تر څېړنې لاندې نیسي، ځکه خو پر همدې بنسټ د سیاست علم پوه کاتلین پر دې عقیده و، چې سیاست د انساني ټولنې له جوړښت او څېړنې سره سره، د ټولنې سیاسي ژوند هم څېړي. همدارنګه دوژوونال سیاست د ټولنې د غړو ترمنځ د اړیکو علم بولي.

پس ویلی شو چې سیاست په ټولنه کې غیري رسمي جوړښتونه او سیاسي سلوک هم تر څېړنې لاندې نیسي او د سیاست د علم د لوستنې ساحه د بشري ټولنې د سیاسي ژوند ټول اړخونه څېړي او د انسانانو تر منځ د سیاسي اړیکو څېړنه هم په خپله د سیاست علم دی.

د سياست لغوي مانا: د سياست کلمه د امارت په وزن د ساس يسوس، د قال يقول په وزن سره د مصدر صيغه ده، چې مانا يې اصلاح کول او ښايسته کول دي او په انګليسي ژبه کې د (politics) کلمې په نوم منل شوی، چې د ملکي، ملي او حکومتي سياست لپاره استعماليږي. په حقيقت کې د (politics) کلمه يوه يوناني کلمه ده چې له (police) نه اخيستل شوې او مانا يې ښاري حکومت ده.

همدارنګه دغه يوناني کلمه په يوناني ماناګانو سره د ديارلسمې پيړۍ په اوايلو کې په فرانسوي ژبه کې هم د استعمال وړ وګرځېده، چې په هغه عصر کې د سياست مانا هم پر ښاري حکومت باندې د فن او پوهي حاصلول وو.

د سياست اصطلاحي پېژندنه: د سياست اصطلاحي پېژندنې په هکله باید ووایو، چي سیاست بېلابېلو علماوو په بېلابېلو عبارتونو تعریف کړې، چې له یو څو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:

اول- اسلامي سیاست پوه ابن خلدون (رح) ليکي چې سياست او حکومت د مخلوق د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت نوم دی، چې دا ډول سياست د خدای (ج) نيابت دی چې د هغه پر بنده ګانو د هغه عزوجل احکام نافذ کړای شي.

دویم- امام راغب اصفهاني د سیاست په پېژندنه کې دری ګوني نقاط ذکر کړي، چې په سیاست کې باید لاندې نقاطو ته پاملرنه وشي:

الف: سیاست باید د ځمکې پر مخ ساختماني او عمارتي تمدنونه رامنځته کړي.

ب: په سیاست کې باید د الله تعالی ټول احکام نافذ شي.

ج: په سیاست کې باید غوره اخلاق اختیار کړل شي.

درېیم- افریقايي عالم ابن منظور سیاست د یو شي د اصلاح کولو لپاره کلک ملاتړ او ودرېدلو ته وایي.

څلورم- ابن خلدون سیاست هغه څه بولي، چې د خلکو د ساتنې او د هغوی د ګټې د ساتنې ضامن واوسي.

پنځم- الماني سیاست پوه ګرېس د سیاست علم د دولت د یو قدرت لرونکي ادارې په حیث پېژني او د دولت ظهور، د دولت جوړښت، قلمرو، نفوس، د دولت موخه، د دولت اهمیت، د دولت اقتصادي مسایل او د دولت مالي برخو مطالعه په سیاست پورې محدودوي.

شپږم- بلانچري سیاست هغه پوهه بولي، چې د بحث او مذاکرې موضوع يې د حکومت د نظام جوړول وي.

اووم- ماکس وېبر سیاست په نظام کې د ګډون کولو او د نظام په تخصیص کې د نفوذ لپاره د کوښښ کولو په توګه پېژني.
اتم- نولي بیا سیاست په لاندې توګه تعریفوي:

الف: سیاست د قدرت لپاره له مبارزې څخه عبارت دی.

ب: سیاست له شته امکاناتو څخه ښې ګټې اخیستلو ته وايي.

ج: سیاست پر انسانانو باندې له حکومت کولو څخه عبارت دی.

نهم- د سمویک په آند د سیاست علم حکومت لرونکې ټولنې څېړي، چې غړي یې تر ټاکلو قواعدو او مقرراتو لاندې ژوند کوي.

لسم- سیاست یانې پر دې

پوهېدل چې څوک یې ګټي؟ څه شی ګټي؟ په کوم وخت کې یې ګټي؟ څنګه یې ګټي؟ او ولې یې ګټي؟

یوولسم- ټولې هغه هڅې چې د دولت د واک لاسته راوړلو او بیا د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېږي، عبارت له سیاست څخه دي.

دوولسم- د لوی افغانستان وتلي سیاسي مشران د سياست په هکله داسې وايي:

((سياست جهانداري ده، په دې مانا چې سياستوال په يو کوچني قوم، مذهبي او سيمه یيزي ډلې پورې تړلې نه وي، بلکې د ټول بشريت د خير، ښېګڼې، سوکالۍ او عدالت فکر لري)).

دیارلسم- کارلتون کريستول او اندرسن امريکايي سياست پوهانو په خپل کتاب (د سياست له علم سره اشنايي) کې سياست په دې ډول تعريف کړی دی:

((سياست د ټولنيزو علومو له څانګې څخه هغه څانګه ده، چې په ټولنه کې د سازمانونو، حکومتونو او دولتونو اړونده مسايل مطالعه کړي)).

څوارلسم- و.ا.ا لينين سياست داسې تعريف کړی دی:

((سياست موخې او موخو ته د رسېدو لارې چارې دي، چې يوه اجتماعي طبقه يې د خپلو ګټو د تامين لپاره تعقيبوي)).

پنځلسم- فيودور بورلانسکي په خپل اثر (سياسي قدرت او دولتي ماشين) کې چې د سياست د علم په برخه کې مارکسيستي اولينينستي تأليف دی او په شوروي کې چاپ او نشر شوی، سياست يې په دې ډول تعريف کړی دی:

((د قدرت مفهوم، د سياسي تيورۍ محور او د سياسي پروسو مطالعه مشخصه ده، چې دغه مفهوم د سياسي نهادونو او سياسي جنبشونو د درک کيلي په خپله سياست ده)).

پس که وغواړو چې د سیاست په اړه څه ناڅه بشپړ تعریف وکړو، نو ویلای شو چې سیاست هغه سوله ییز یا غیري سوله ییز مشرتوب دی، چې د وګړو ترمنځ پر اړیکو، ډلو او ګوندونو د هېواد په د ننه کې پر حکومتي چارواکو او د دولتونو ترمنځ پر اړیکو باندې واکمني ولري.

یا هم سياست د هغو اصلاحي او جمعي هڅو نوم دی، چې د موجوده ټولنیز نظام د اصلاح او يا مطلوب نظام ته رسېدو په منظور تر لاس لاندې نيول کېږي.
د اسلامي پوهانو له نظره د سیاست پېژندنه: امام محمد غزالي (رح) د سیاست پېژندنې په اړه وایي: ((سیاست د الله تعالی د مخلوق اصلاح او هغې لارې ته لارښوونه ده، چې د دنیا او اخرت د خلاصون لامل ګرځي)).

همدارنګه دی وایي:

((سیاست هغه پوهه او تدبیر دی، چې د ژوندانه د وسایلو او د هغوی پر چارچاپېره د افرادو او ټولنو ترمنځ د مینې، یووالي او یو له بل سره د مرستې د پیدا کېدو لامل ګرځي. ابن خلدون د سیاست د پېژندنې په اړه وایي:

((حکومت او سیاست د انسانانو د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت او ضمانت نوم دی. له دې تعریف څخه دا جاج اخیستل کېږي، چې اسلامي سیاست د حکومت او سلطنت له هغې تګلارې سره سروکار لري، چې له مخې یې عامه ګټې بشپړیږي او د الله تعالی د بنده ګانو په حالت کې غوره والی پیدا کوي. حضرت ابو الوفا ابن عقیل بغدادي رحمه الله علیه د سیاست په اړه وایي:

((سیاست د هغو تدبیرونو نوم دی، چې د هغو په واسطه خلک له یو بل سره د اصلاح او مصلحت پر لور نږدې کېږي. فساد او خرابي له منځه وباسي)).

حضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله علیه د سیاست په اړه وایي:

((سیاست د حکمت نوم دی او له هغو تدبیرونو څخه غږیږي، چې د هغو په واسطه د خلکو ترمنځ د اړیکو ساتنه کېږي)).

علامه ابوالبقي حنفي رحمه الله علیه سیاست داسې تعریفوي: ((هغه تګلاره چې د انسان د ښېګڼې او غوره والي په اړه د اوس او راتلونکي لپاره ضمانت وکړي، له سیاست څخه عبارت ده)).

ابن منظور افریقایي رحمه الله علیه وایي: ((د یو شي د اصلاح او سمون لپاره ملا تړل او کلک درېدل عبارت له سیاست څخه دي)).

له دې تعریف څخه داسې معلومیږي، چې سیاست هغه کلک دریځ دی چې د وګړو د اصلاح او سمون لپاره هلې ځلې کوي. یانې سیاست کلک دریځ؛ نه دروغ او فریب.

ابو الحسن ماوري رحمه الله علیه د سیاست او حکومت په اړه وایي: ((د اسلامي حکومت یو ډول مشرتوب، چې د دین پر ساتنې او د دنیا پر سیاست باندې ولاړ دی، اسلامي حکومت د دین له ساتنې څخه وروسته د دنیا په چارو کې برخه اخلي، چې دا له سیاست سره تړاو لري)).

د ده له پېژندنې څخه داسې پایله لاسته راځي، چې د اسلامي حکومت لومړۍ دنده د دین ساتنه ده او کله چې د دین ساتنه بشپړه شوه، بیا نو د دنیا چارو ته وردانګي او د دنیا په چارو کې بیا له سیاست څخه کار اخلي.

د فقهاوو له نظره هم د سياست روښانه مفهوم د اصلاحي تدبيرونو خوښول او کسبول، د حکومت نظم او غوره چارې پر مخ بېول دي. ابن عابدين وايي:

((سياست پر هغو ټولو لارو چارو او تدبرونو باندې صدق کوي، چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو د اصلاح لپاره مشروع کړي دي)).

ابن نجيم رحمه الله علیه هم د سياست په اړه پر همدې نظر دی، خو د فقهې په کتابونو کې د سياست کلمه په عمومي ډول د (تعزيري سزاګانو) لپاره کارول شوې ده، هغه چې د قرآن او سنتو له ښکاره نصوصو څخه په ډاګه شوي نه وي، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد يې د ټولنيز مصلحت مراعات او د فساد له منځه وړل وي؛ خو په اسلامي سیاست کې سیاست باید د ظلم، نفس پالنې، دروغو، چل او فریب، مکر، خطا ایستلو او له فساد څخه بشپړ او سپېڅلی وي.

سیاسي اندونه او تګلارې باید د اسلامي ارونو پر بنسټ وي او د قران کریم او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو، لارښوونو او ارشاداتو له مخې عیار شي، چې پر همدې بنسټ سیاست د هغې پوهنې نوم دی چې د خلکو ترمنځ ورورولي، مینه او یووالی پيدا کوي او په ټولو مسایلو کې اصلاح، تنظیم او ښکلا راولي.

د سياست د علم موخې
د سياست علم د اجتماعي علومو یوه څانګه ده، چې مهمې موخې يې په لاندې ډول دي:

۱.د سياست د علم لوړتوب،

ارزښت او ارزښت درک کول.

۲. له بېلابېلو سياسي نظامونو، نهادونو او افکارو سره تر بشپړه حده بلدتيا.

۳. د انساني ارزښتونو درک کول او له نورو انساني ټولنو او ملتونو سره د سياسي تفاهم د امکاناتو عیارول.

۴. د خپل هېواد لپاره د کار وړ کدرونو تربيه، چې د هېواد په سياسي ساحه کې ورته د هر وخت لپاره شديده اړتيا ليدل کېږي.

۵. په ټولنه کې د سياسي شعور د لوړوالي لپاره له لازمو سياسي تکتيکونو سره اشنايي، چې د هېواد د ټولنیز ثبات په ساتلو کې ډېر موثر تماميدلی شي.

د سياست د علم ګټې

د ټولنې ځينې وګړي چې سياسي پوهه يې ډېره ټيټه وي، شايد په دې اند به وي، چې سياست د بيکاره خلکو کار دی او هغه خلک چې د ماښام ډوډۍ په ډېرو ستونزو سره پيدا کوي، د هغوی يې په سياست باندې څه؟ همدارنګه شايد ځينې په دې اند وي، چې د سياست په علم خو له سړي څخه ډاکټر يا انجنیر نه جوړيږي، خو اصلي خبره دا ده چې د سياست په علم کې حرفوي جنبه ليدل کېږي او زياتره وخت د سياست د علم او سياسي عمل تر منځ فرق موجود وي. څرنګه چې انسان ټولنیز او سیاسي موجود دی، نو د ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره اړينه ده، چې ټولنیز نظام ښه پاتې شي او پرمختګ وکړي، نو ځکه خو ارسطو د خپل کتاب په ((الاخلاق )) لسم فصل کې ليکلي وو، چې: ((هغه فلسفه چې د انساني له چارو سره تړاو ولري، د هغې پوره او هر اړخيزه درجه تاسې د سياست په علم کې موندلی شی)).

پس سیاست زیاتې ګټې لري چې له ځینو څخه یې په لاندې توګه یادونه کوو:

الف: د سياست د علم پلوشې دي چې په ټولنو کې د ټولو افرادو سياسي شعور روښانه کوي او د نورو له ښکار کېدو څخه يې ساتي او د خپلې ټولنې د ګټو ساتلو ته يې چمتو کوي.

ب: ستراتيژۍ چې د عملي سياست جوړونې د مرکزونو په واسطه ټاکل کېږي او حکومت يې بيا تطبيق کوي او خپلې مطلوبې موخې ورباندې لاسته راوړلی شي، د سیاست له اهمو ګټو څخه بللی شو.

ج: د سياست علم په ټولنه کې سياسي عالمان روزي، څو جامعه د جهالت له منګولو څخه خلاصه کړي او په عمومي توګه د خلکو د پوهې کچې لوړه کړای شي او وکولای شي چې ټولنه مطلوب لوري ته سوق کړي.

د: د سياست علم د سياسیونو لپاره تيورۍ تنظيموي او هغوی ته يې د خپل هېواد د ثبات، امنيت او عدالت ساتلو په موخه وړاندې کوي.




t