د شکرې ناروغي او لاملونه يې

د شکرې ناروغي او لاملونه يې

د شکرې ناروغي او لاملونه یې

حميدالله حميدي

د شکرې ناروغي اصلاً د انسولین له هورمون څخه رامنتځ ته کېږي.

که انسان په یوه ځل هر څومره زیات خواږه مواد وخوري، ستونزه نه ورته پېښوي، ځکه که یې د پانقراس غده سالمه وي او د اړتیا وړ انسولین تولید کړي، په وینه کې اضافي خواږه مواد له منځه وړي.

کله چې د انسان په بدن کې د پانقراس غده خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی، هغه ده چې په وینه کې د شکرې اندازه زیاتېږي او انسان د شکرې پر ناروغۍ اخته کېږي.

د شکرې د ناروغۍ نښې نښانې:

ناروغ ژر ژر تږی کېږي او ژبه یې وچه وي، د خالي ادرار لپاره ژر ژر تشناب ته ځي، د سترګو دید یې کمزوری کېږي او شیان یو ډول خړ ورته ښکاري، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او بدن یې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي.

لاملونه یې:

د پانقراس کمزوري او په سمه توګه د دندې نه تر سره کول دي.

دغه راز په ارثي ډول هم دغه ناروغي پیدا کېدای شي، چې د کورنۍ هر غړی بیا خپله ونډه پکې لري.

د بېلګې په توګه، که پلار ۶ سلنه د شکرې ناروغي ولري، امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي. که یې ورور پرې اخته وي، د بل ورور د اخته کېدو چانس یې ۵ سلنه دی، خو که مور او پلار دواړه شکر ناروغي ولري، بیا ۳۰ سلنه د دې امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي.




t