بريا په اصل کې ستاسو له ذهنه پيليږي

بريا په اصل کې ستاسو له ذهنه پيليږي

بریا په اصل کې ستاسو له ذهنه پیلېږي

حميدالله حميدي

لومړی ځای چې تاسې پکې کامیابي له لاسه ورکوی او ماتې خوری، هغه ځای مو خپل ذهن دی. کېدای شي حس کړی چې اتیا زره کسان ستاسې پر ضد چیغې وهي او درته وایي، تاسې د دې کار وړتیا نه لری.

دا ډېره لویه ستونزه ده، خو حل یې اسانه هم دی. هغوی ته یوازې دا ووایئ:

خبرې مو دېوال ته وکړئ، زه په هېڅ صورت ستاسې خبرې نه اورم. که هغوی غوښتل چې په ذهن کې مو کوټه ونیسي، ورته ووايئ، زما په ذهن کې هېڅ تش ځای نشته. که مو فکر د خدای پاک له وعدو سره همغږی کړی، ستونزې به شاته پرېږدی او خپلو موخو ته به ورسېږی.

اصلي کلي هغه فکر دی چې ستاسې په ذهن کې ګرځي. په ذهن کې مو څه څه ګرځي؟
پرېکړه وکړئ چې هیلې مو د خدای پاک له وعدو سره همغږې کړی او له ځان سره ووایئ:

زه پياوړی یم، وړتیا لرم او نوښتګر یم. فکر وکړئ بریالي یاست، هماغه دي چې له همدې فکر کولو وروسته به د زړه او ذهن سکون پیدا کړی، ځکه بریا ستاسې له ذهنه پیلېږي.




t