پاکستانۍ محکمه د حافظ سعید بې ګناه توب څېړي

پاکستانۍ محکمه د حافظ سعید بې ګناه توب څېړي

د پاکستان ستره محکمه د جماعت الدعوه مذهبي ګوند حافظ سعید د بې ګناه والي په اړه د هغه د وکیلانو غوښتنلیک تر څېړنو لاندې نیولی.

هغه تورن دی، چې ګوند یې د ترهګرۍ ملاتړی و او پراخې مرستې یې ورسره کړي.

حافظ سعید د هند پر مممبیي په شویو ترهګریزو پېښو کې هم په لاس لرلو تورن و.

له دې کبله دی بندي او شتمنۍ یې لغوه شوي.

خو د هغه مدافع وکیلانو اوس د ده د بې ګناهۍ ادعا کړې او محکمې نه یې د دوسیې د بیا کتنې غوښتنه کړې.

محکمې په دې اړه مثبت ځواب ورکړی او ویلي، چې دا قضیه به بیا له سره وڅېړي.

معلومه نه ده، چې د څېړنو پایلې به څه را وځي؟




t