پاکستان د کشمیر پولې ته د معترضینو ورتګ منع کړ

پاکستان د کشمیر پولې ته د معترضینو ورتګ منع کړ

د پاکستان حکومت کشمیر پولې ته څېرمه د هغو پاکستاني لاریونوالو د ورتلو مخه نیولې، چې د کشمیر په ملاتړ او د هند خلاف د کشمیر پولو ته یې ورتګ غوښته.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، چې دا ورتګ کشمیریانو ته د ګټې پرځای تاوان رسوي.

خو د لاریون یوه تنظیمونکي او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق ویلي، چې دوی باید له کشمیریانو سره د خواخوږۍ لپاره پریښودل شي.

پاکستان او هند د کشمیر په سر په وروستیو کې بیا په سختو ناندریو اوښتي وو.




t