خرم: کرزي غوښتل اسماعیل خان موقت ولسمشر شي

خرم: کرزي غوښتل اسماعیل خان موقت ولسمشر شي

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ریس عبدالکریم خرم د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلي، چې کرزی په ۲۰۱۴ کې د ټاکنو له بحراني کیدو سره د اسماعیل خان د موقتې ولسمشرۍ لېواله و.

د خرم په وینا کرزي اسماعیل خان را غوښتی او ورته ویلي و، چې غواړي لومړی یې انتصابي سناتور او بیا د سنا جرګې ریس کړي.

د ده په خبره د کرزي پلان دا و، چې که دی د واک ختمیدو له کبله یې دنده پریږدي او وضعیت بحراني وي، نو اسماعیل خان به د اساسي قانون مطابق د موقت ولسمشر په توګه دنده مخته یوسي.

د کرزي یو نیږدې ملاتړی عبدالستار سعادت د خرم د کتاب د مخکتنې غونډه کې د کرزي دا پلان وغنده او ویې ویل: داسې متنازع کس ته د ولسمشر کیدو چانس ورکول لویه جفا وه.




t