فضل الرحمان د عمران خان پر وړاندې بیرته نرم شو

فضل الرحمان د عمران خان پر وړاندې بیرته نرم شو

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، چې د عمران خان د حکومت خلاف د پراخو اپوزیسیوني لاریونونو مشري ور په غاړه وه، پخپل دریځ کې بیرته نرم شوی.

د هغه د ګوند لوړپوړي غړي اکرم دراني په یوه تازه وینا کې ویلي، چې د اکتوبر په ۲۷ مه د عمران خان خلاف پیلیدونکي لاریونونه به اوږدمهاله نه وي.

د ده په وینا دوی به اسلام اباده پورې ځي، خو هلته به نه پاتې کیږي، چې وضعیت مختل شي.

مخکې فضل الرحمان په توندو ټکو د لاریون د خطرناکو پایلو او اغېزو  خبرداری ورکړی و.

خو عمران خان یې په ځواب کې ویلي و، چې هغه د پارلمان یوه څوکۍ نه ده ګټلې، حکومت به څه نسکور کړي؟




t