ټرمپ پر کردانو د سوریې د احتمالي بریدونو په اړه مشوره کړې

ټرمپ پر کردانو د سوریې د احتمالي بریدونو په اړه مشوره کړې

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وایي چې ولسمشر ټرمپ د سوریې په شمال کې پر کردانو د ترکیې د احتمالي بریدونو په اړه د خپل دریځ په تړاو پوځي چارواکو سره مشورې کړي.

د وزارت ویاند جاناتان هافمن د دغو مشورو جزیات نه دي روښانه کړي.

مخکې ټرمپ کردانو ته د داسې بریدونو پر وړاندې د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

خو اوس یې دریځ کمزوری شوی ښکاري.

له دې کبله د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري كلینټن نوموړی له کردانو سره په خیانت تورن کړی.




t