پاکستانۍ محکمه د مشرف قضیه بیا څېړي

پاکستانۍ محکمه د مشرف قضیه بیا څېړي

د پاکستان سترې محکمې اعلان کړی، چې د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د ځنډولې دوسیې څېړل یې له سره بیا پيل کړي.

ویل شوي، چې دا قضیه د هغه د سختې ناروغۍ له کبله ځنډول شوې وه.

مشرف اوس هم په متحده عربي اماراتو کې دی.

هغه ویلي، چې د سختې ناروغۍ له کبله بیرته پاکستان ته نه شي ګرځیدلی.

نوموړی د بې نظیر بوټو په وژلو او د اساسي قانون په  نقض تورن دی.




t