ماشومتوب کې د ځوانۍ خوب

ماشومتوب کې د ځوانۍ خوب

ماشومتوب کي ځواني یو خوب وو

ژباړه: احمد شاه پاڅون

اوس، چي ځواني سوه، ماشومتوب یوه ښکلی یاد پاته سو

چي کور کي اوسیدو، آزادۍ ته توسیدلو

نن چي آزاد یو، بیا مو هم د کور تګ ته تلوار وي.

چي ښوونځۍ کي مو د چا سره جګړې کولې، نن هغوی په انټرنیټ کي پلټو

خوښي په څه کي؟ نن راته معلومه سوه

ماشومتوب څه دی؟ اوس مو دا احساس کړه

چي کله به مو لاس په کمیس کي پټ کړ او نورو ته به مو ویل، چي دا دی ما خپل لاس په جادو سره ورک کړ.

چي زموږ سره به د څلورو رنګونو لرونکی قلم وو او موږ به یې د څلورو سرو بټنانو وهلو هڅه کول.

چي کله به د دروازې تر شا په دې خاطر پټېدو، چي څوک راسي او و یې بیروو.

چي کله به مو سترګي پټي کړې او ځان به مو پر خوب واچوی، په دې امید، چي څوک به مو په غیږ کي تر بسترې یوسي.

چي فکر به مو کوی، دا سپوږمۍ زما د باسکل تر شا ولي را روانه ده؟

ماشومتوب کي به مو فکر کوی، ولي نه غټیږو؟

اوس فکر کوو، چي ولي غټ سوو؟




t