سیف علي خان: ”ابراهیم غواړي د فلم ستوری سي‟

سیف علي خان: ”ابراهیم غواړي د فلم ستوری سي‟

د بالیووډ نوموتی سېنمايي ستوری سیف علي خان په دي ورستیو کي د خپل زوي ابراهیم علي خان بالیووډ ته د راتګ په اړه رسنیو سره خبرو کي روښانه کړې ده، چي زوي یي ابراهیم علي خان هیله لري د فلم ستوری سي.

نوموړی رسنیو سره خبرو کي ویلي دي، چي زوي يي ابراهیم خان، د اکشی کومار زوي ارب او نورو د دوي ملګري غواړي د فلم ستوري سي. هغه زیاته کړې ده، چي زوي ابراهیم علي خان يي لوي هیلې لري.  په ټوله کي ، سیف علي خان وايي، دا د هغه شهرت او امتیازاتو له امله و، چي پیژندل شوي شخصیتونه تري خوند اخلي ، نو ځکه د هغه زوی او د هغه ملګري هنر ته د زړه راښکونکي مسلک په توګه ګوري.

سیف علي خان دوه زامن او یو لور لري چي مشره لور او زوي يي د پخوانۍ میرمن څخه دي

پاته دي نه وي، چي د هغه لور سارا علي خان لا له وړاندې بالیووډ سېنما ته راغلې ده، هغه په څو پر لپسي فلمونو کي ښه اداکاری کړې ده. هغه اوس د بالیووډ یوه پیژندل سوې ځوانه څیره ده.



بالیووډ فلمي نړۍ
t