توره پيشي / عبدالنافع همت

توره پيشي / عبدالنافع همت

زما د ژوند خاطري

زموږ کلا خورا لويه وه، يوه برخه يې زموږ کور او بله برخه يې باغچه وه. د انارو، جوزو (چارمغزو)، مڼو، چنارو، توتو او داسي نوري وني پکښې ډېري وې.

د کور په پای کي د اوبو لښتی تېر سوی و او پر غاړه يې چنارونه ولاړ ول. غالبا د داود خان شهيد د حکومت اخيری کال و، زه به د اوو اتو کالو وم. يوه شپه ناوخته له مور سره د کلا پای ته ولاړم، مور مي پر وياله غوړ لوښي پرېولل او زه ورته ولاړ وم.
په دې وخت کي مي څنګ ته يوه غټه توره پيشي تېره سوه.

توره پيشي نه وه ما چي ويل توره بلا ده، دومره لويه چيغه مي تر خوله ووته چي مور مي هم ووېرېده، نور په ځان نه يم پوهېدلی او سمدلاسه بې سده سوی وم. کله چي په سد کي راغلم، مور، پلار، خويندي او وروڼه مي راته ولاړ ول، ټولو ويل ولي ووېرېدلې؟ ما ويل پيشي ده، دغه ده اوس هم راته ولاړه ده، هله مور پيشي ده، خوري مي…

تر دې پېښي وروسته به مي هره شپه په خوب کي توره پيشي ليدله او په خپلو چيغو به له خوبه راويښېدم. مور مي فکر کاوه چي پيشي پېری دی، ټولو کليوالو فکر کاوه چي توره پيشي پېری وي. مور مي ډېرو زيارتونو او تاويزګرو ته بوتلم، خو ګټه يې نه کوله، پيشي لکه زما سره چي په يوه ځای کي وي، کله چي به زه ويده سوم، نو دې به په زوره ميو کړه او په مخ به يې مونګاچي (منګولي) راولګولې.
يوه ورځ په دوبي کي زما خوريی عبدالبصير زموږ کره په مېلمستيا راغی.

زه او عبدالبصیر سره همزولي و، کله چي به دی زموږ کره راغی، نو پر ما به د اختر ورځ وه، له سهاره بيا تر ماخوستنه پوري به مو لوبي سره کولې، په تېره بيا غرمه زموږ د لوبو لپاره ډېر مناسب وخت و.

يوه غرمه مي توره پيشي وليده چي په دالان کي يې سر د شيدو په کټو ننه ایستلی او شيدې خوري. ما هم د کسات لپاره دا موقع غنيمت وګڼله، د اوړو ټغر مي راواخیست او پر پيشي مي واچاوه، پيشي مي د خوريي په مرسته ونيوله او بيا مو ګاسلېټ (د خاورو تېل) راواخیستل او پر پيشي مو وشيندل، وروسته مو اور ورواچاوه او پيشي مو خوشي کړه.

پيشه داسي ښکارېده لکه سره لمبه چي روانه وي، په ميو ميو ويلو او منډو يې ځان د کلا په پای کي ويالې خوا ته منډي کړې، خو ويالې ته لا نه وه رسېدلې چي ولوېده او ځای پر ځای مړه سوه.

ما هغه مهال فکر کاوه چي دا خامخا هغه پيشي ده چي زه يې په شپه کي وېرولی وم او په خوب کي به يې هم وېرولم.

کله چي مي مور خبره سوه، نو پر پيشي يې ډېر وژړل او زه يې سخت ووهلم، خو زه هغه وخت پر دې کار نه وم پښېمانه، فکر مي کاوه چي خپل دښمن مي مړ کړ، خو وروسته چي لږ لوی شوم، نو پوه سوم چي لوی ظلم مي کړی دی. دا کار رښتيا هم چي لوی ظلم و.

مور مي راته وويل چي پيشي اووه خونه لري، د دې مظلومي پيشي ازار دي خامخا وهي، خو که پېری و، نو نور پېريان خامخا کسات درڅخه اخلي.

سبا زموږ د مسجد ملا صاحب هم خبر سو، هغه هم يوه اناري لښته راباندي ماته کړه، ويل توره پيشي خو پېری وي، تا ولي داسي کار وکړ؟ ما ويل که رښتيا پېری وای، نو ځان به يې راڅخه خلاص کړی وای، ښکاره خبره ده چي پېری نه و.

څو ورځي ډېر وېرېدلم، د شپې له خوا له خوني څخه يوازي نه وتلم، هر سيوری پيشي راته ايسېده، خو وروسته عادي سوم او وېره مي له زړه څخه ووته. تر هغې ورځي وروسته مي نه بيا توره پيشي په خوب کي ليدلې او نه يې وېرولی يم.




t