سالنګ کې د ۲۲۰ واټه بریښنا پایه الوزول شوې

سالنګ کې د ۲۲۰ واټه بریښنا پایه الوزول شوې

د افغانستان بریښنا شرکت په جنوبي سالنګ کې د بریښنا د یوې مهمې پایې د الوزول کیدو خبر ورکړی.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پایه د ۲۲۰ واټه بریښنا اړونده وه.

له دې سره د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو وارداتي بریښنا بیا پرې شوې ده.

سرچینې د پېښې پړه پر کومې ډلې نه ده اچولې.

بریښنا شرکت په ورته وخت کې د دغې پایې د جوړولو د چارو د پيل خبر هم ورکړی.




t