د بشري حقونو کمیسون: د ښځو د بکارت معاینه باید بې قیدو شرطه بنده شي

د بشري حقونو کمیسون: د ښځو د بکارت معاینه باید بې قیدو شرطه بنده شي

د بشري حقونو خپلواک کمیسون د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې له قیدو شرط پرته د ښځو د بکارت د معاینې بندیدو غوښتنه کوي.

سرچینې دا کار د انساني کرامت او ښځینه حقونو نقض ګڼلی، چې په وینا یې ښځې ورسره شکنجه کیږي.

مخکې د افغانستان د قوانینو کمېټې دغه معاینه یوازې د محکمې صلاحیت ګڼلی و.

خو د کمیسون له دریځه ښکاري، چې د محکمې له دغه صلاحیت سره هم مخالفت لري.

دا معاینات معمولاً په دې هدف کیږي چې وښيي معاینه کیدونکې نجلۍ د بکارت پرده شلیدلې کنه؟




t