برتانیه: په افغان ټاکنو کې لږ مشارکت د ټاکنو مشروعیت نه ننګوي

برتانیه: په افغان ټاکنو کې لږ مشارکت د ټاکنو مشروعیت نه ننګوي

په کابل کې د برتانیې سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون د دغو ټاکنو مشروعیت نه شي ننګولی.

سفارت دغه راز ټینګار کړی، چې د ټاکنو کمیسون خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري.

دغه سفارت له نوماندانو غوښتي، چې د وار د مخه قضاوتونو پرځای د پایلو په اړه د کمیسون اعلان ته په تمه شي.

مخکې د امریکا سفارت هم ورته غوښتنه کړې وه او د درغلیو په مخنیوي یې ټینګار درلود.




t