شپږيزه ليګ؛ د مس عينک اتلانو د بند امير ښامارانو ته ۱۹۳ منډې هدف وټاکه

شپږيزه ليګ؛ د مس عينک اتلانو د بند امير ښامارانو ته ۱۹۳ منډې هدف وټاکه

د وزيرزي مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ دويمه زياته ملګرتيا (۱۳۴ منډې) وکړې.

 چې له دې سره د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې. نور علي ځدراڼ ۷۷ او رحمن الله ګربز ۵۶ منډې وکړې.

د پاراګون بند امير ښامارانو له لوري مجيب الرحمن ۲، باطن شاه او جاوېد احمدي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.




t