فراه کې له یوې ګلولې او غزني کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی

فراه کې له یوې ګلولې او غزني کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی

تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په باغ پل، ګینهکان، خطیوان، ملایان او مزار کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.

د کورنيو چارو وزارت وايي  چې د يادو عملياتو په پایله کې يې یاد کلي د طالبانو له شتونه پاک کړي او همداراز طالبانو چې یو ډز ډي سي ګولۍ پر فراه ښار د برید په هدف عیاره کړې وه، د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوه.

د دې ترڅنګ؛ د غزني د مرکز په اړوند زیارتګاه تپه کې ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.




t