کابل: د امام ابوحنيفه نجونو دارالعلوم کې نوی مسجد جوړيږي

کابل: د امام ابوحنيفه نجونو دارالعلوم کې نوی مسجد جوړيږي

پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د امام ابوحنیفه (رح) نجونو له دارالعلوم څخه د لیدنې تر څنګ د یاد دارالعلوم د زده کړې حالت له نژدې وڅيړه.

په دې لیدنه کې پوهنې وزیر ډاکتربلخي د یاد دارالعلوم له ټولګیو څخه د لیدنې ترڅنګ د زده کړیالانو سره له نژدې خبرې وکړې او د زده کړیالانو له ستونزو او شته ننګونو څخه یې ځان خبر کړ.

پوهنې وزیر د یاد دارالعلوم د مدیر او زده کړیالانو د ستونزو د حل لکه د تالار او جومات د جوړیدو ژمنه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د قرآن کریم د ختم په مراسمو کې چې د ښوونکي ورځې په مناسبت د یاد دارالعلوم د زده کړیالانو له لوري تر سره شوي وو ګډون وکړ.

د امام ابوحنیفه (رح) نجونو دارالعلوم په ۱۳۲۳ لمریز کال کې تاسیس شوې او په دو وختونو کې د ۲۰۰۰ څخه زیاتو نجونو زده کړیالانو ته د زده کړې خدمتونه وړاندې کوې.




t