له جرمني شړل شوي افغان کډوال کابل ته رسېدلي

له جرمني شړل شوي افغان کډوال کابل ته رسېدلي

د جرمني د رسنيو د راپورونو په حواله، ۴۴ افغان کډوال چې له جرمني ايستل شوي وو، کابل ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلورو کلونو ۷۲۰ افغان کډوال له جرمني ايستل شوي دي.

په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په اړه بیلابیل نظریات موجود دي، ځکه ددې مسئلې مخالفین وایي چې په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي او د پناه غوښتونکو ورلیږل خطر لري.



افغان کډوال
t