کابل: د تېرې شپې اور لګېدنې ګڼ مالي زيانونه اړولي

کابل: د تېرې شپې اور لګېدنې ګڼ مالي زيانونه اړولي

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، کابل کې د تېرې شپې اور لګېدنه چې تيمورشاهي سيمه کې شوې ده، خلکو ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.

فردوس فرامرز رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، سيمه کې لومړی پلاستيکي توکو دوکانونو اور واخيست او وروسته اور نور دوکانونو ته هم ولېږدېده.

هغه وايي، اور وژنې ډله وروسته وتوانېده چې اور مړ کړي.

په دې سیمه کې مخکې هم څو واره اور لګیدلی چې ګڼو دوکاندارانو ته یې درانه مالي تاوانونه اړولي.




t