امريکا په چينايي چارواکو د ويزې بنديزونه لګوي

امريکا په چينايي چارواکو د ويزې بنديزونه لګوي

امريکا ويلي دي، د چين په يو شمېر چارواکو په ځانګړي ډول د حکومت او کمونيست ګوند پر غړو به د ويزې بنديزونه ولګوي.

راپورونه وايي، امريکا دا بنديزونه پر مسلمانو د چينايي چارواکو د ظلم له امله لګولي.

دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون سې شنبه ناوخته وکړه.

امريکايي چارواکو مخکې ويلي چې د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پر مسلمانانو د فشارونو په ارتباط د سین کیانګ د کمونيست ګوند د سکرټر چين قوانګو په ګډون پر چينايي چارواکو بنديزونه ولګوي.




t