فروزان: ادارو کې بايد د ښځو شتون ډېر شي

فروزان: ادارو کې بايد د ښځو شتون ډېر شي

د چهارشنبې په ورځ سهار د بهرنیو چارو وزارت په بین المللي کچه د ښځو او بشر حقونو په چارو کي رئيسې فروزان نوابي د درې کسیزه پلاوي په ملتیا د کندهار والي حیات‌الله حیات سره په ولایت مقام کي وکتل.

 په لیدنه کي د بهرنیو چارو رئیس ظاهر الکو او د ولایت مقام رئیس دفتر هم حضور درلود، چي پر مهال یې اغلې نوابي وویل، دوی هڅه کوي، چي د ښځو مشارکت په دولتي ادارو کي ډېر کړي، څو ښځې هم د نارینه وو په شان له خپلو حقونو څخه برخمني سي.

 د نوموړې په خبره؛ دوی د ښځو د تشویق او عامه پوهاوي لپاره ځینې پروګرامونه پلان کړي، څو په دولتي ادارو کي د ښځینه مراجعینو لپاره ښځینه کارکوونکي موجودي وي.

 اغلې نوابي دغه راز وویل؛ د ښځو د حقوقو د خوندیتوب او بېلابېلو برخو کي یې د دوی د ټولنیز ژوند د سمون لپاره ځینې پروګرامونه عملي کړي.

 کندهار والي حیات‌الله حیات راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چي دوی د ښځو د مشارکت لپاره کار کوي، څو ښځي هم د نارینه وو په څیر په دولتي ادارو کي برخه واخلي او د ښځینه‌ مراجعینو لپاره اسانتیاوي برابري کړي.

 راغلي پلاوي د کندهار والي له لوري د بهرنیو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري، د پوهني ریاست په چوکاټ کي وروستۍ اصلاحات او په هوايي ډګر کي د مسافر د تګ راتګ لپاره لازمی اسانتیاوي برابریدل وستایل او په بېلابېلو برخو کي يې د همکاریو ډاډ ورکړ.




t