مرغۍ او اور

مرغۍ او اور

کیسه ګۍ:

ژباړه: عطا محمد میاخېل

مرغۍ په ډېره بیړه او ټول توان سره اور ته نیږدې کېده او بېرته به را ګرځېده!

ترې پوښتنه وشوه: څه کوې؟

ځواب یې ورکړ: دلته نیږدې د اوبو یوه چینه ده او زه په پرله پسې توګه خپله مښوکه له اوبو ډکوم او په اور باندې یې تویوم.

وویل شول: ستا د مښوکې د اوبو په پرتله د اور حجم ډېر زیات دی او دا اوبه هېڅ ګټه نه لري.

مرغۍ وویل : ښایي په دې ونه توانېږم، چې اور مړ کړم، خو کله چې الله (ج) پوښتنه وکړي، کله چې ملګری دی، په اور کې سوځېده، تا یې د ژغورلو له پاره څه وکړل؟

ځواب به ورکړم : څه چې مې په وس او توان پوره وو.




t