دوه مخي

دوه مخي

ژباړه: خالص اديب

یوه غریب سړي شتمن ته وویل:

“که چېرې زه ستاسو په کور کې ومرم، له ما سره څه کوې؟”

شتمن ژر ورغبرګه کړه:

– “تاته کفن کوم او خاورو ته دې سپارم”

غریب ورته وویل:

– “اوس چې ژوندی یم، په جامو مې کړه کله چې مړ شوم، بیا مې بې کفن نه په ګور کړه”
***

نوټ: دا حکایت زموږ او تاسو د ټولنې له وګړو سره سرخوري؛ تر هغه چې ژوندي وو، د یو بل په قدر نه پوهېږو؛ خو کله چې له یو بل څخه د ابد لپاره جدا شو، وروسته سندرې وایو؛ نو باید په ژوند کې د یو بل قدر وکړو، وروسته له مرګ سندرې خوند نه کړي.




t