کابل بازانو د سپين غر زمريانو ته ۱۳۰ منډې هدف وټاکه

کابل بازانو د سپين غر زمريانو ته ۱۳۰ منډې هدف وټاکه

د شپږيزې کرکټ ليګ په پنځمه سيالۍ کې د کابل بازانو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريم جنت ۴۵ او اصغر افغان ۱۶ منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري کريم صادق ۳، حميد حسن او شاهدالله کمال ۲-۲ او ظهير خان ۱ ويکټ ترلاسه کړه.




t