کندز کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندز کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنيو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره ورځ د کندز ولایت پولیسو له دفاعي او هوايي ځواکونو سره یو ځای د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.

ويل شوي دي، د  چې د عملياتو په ترڅ کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

همداراز د دشت ارچي ولسوالۍ د قرلق سیمې یو شمېر سیمې هم د طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.




t