هغه بلبلکه ده د سولې سرود بولي / پير محمد کاروان

هغه بلبلکه ده د سولې سرود بولي / پير محمد کاروان

هغه په غزل په ترنم په زمزمه ده

ته وا د زاخېل د هارمونیې خوږه نغمه ده

هغه بلبلکه ده د سولې سرود بولي

ښکاري چې جګړو لره رنګینه خاتمه ده

غوږ ورته غاټول دي د باران پسته ښکالو ده

سترګې د نرګس یې څاري بل شان کرشمه ده

مات شو د ګلونو تیمم وچکالي لاړه

راغله او پر تن یې د رڼو اوبو جامه ده

ژوند خو د جمال او د جلال د رب تابلو ده

غر په کې ځنګل په کې ګل ګل په کې وږمه ده

وې یې راته درې کلمې ووایه د خوښې

ما وې مور او مینه او د امن کلمه ده

چا وې چې کاروانه شاعري دې ګډه وډه

یخه د سپوږمۍ شپه ده او ټکنده غرمه ده




t