علومو اکاډمۍ د استاد شپون په اړه تحقيقاتي سمينار وړاندې کړ

علومو اکاډمۍ د استاد شپون په اړه تحقيقاتي سمينار وړاندې کړ

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د متنپوهنې څانګې علمي غړي نوماند څېړنیار محمد اسحاق مومند تر پورته سرليک لاندې علمي- څېړنيزه پروژه د ۱۳۹۸هـ.ش کال د تلې پر ۱۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په خونه کې دفاع کړه.

مومند په خپلو خبرو کې وویل: استاد شپون یو حقدار لیکوال، شاعر، څېړونکی، ژباړونکی او ژورنالیست و، ده تل په ساده او کلیوالي مقولو او. . . خبره کوله، د اسلامي او ملي ارزښتونو لپاره یې هېڅ سازش نه کاوه، نو ځکه دا یې حق دی چې پرې څېړنیزې لیکنې وشي، تیزسونه او د PHD ډیزرټېشنونه ورباندې ولیکل شي.

تر دفاع وروسته، پوهانو او څېړونکو د پروژې په اړه اړینې پوښتنې وکړې او توضیحات يې له ښاغلي مومند سره شریک کړل چې نوموړي ټولو پوښتنو ته مقنع ځوابونه ورکړل او د ګډونوالو د قناعت وړ وګرځېدل.

په اخر کې د ټاکل شوي کمیسیون له خوا د رایو په اتفاق د ښاغلي مومند دفاعیه تائید او له نوماند څېړنیار څخه د څېړنیار علمي رتبې ته د نوموړي لوړاوی تائید شو.




t