د ښوونځیو سوځول له اسلام سره دښمني ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

د ښوونځیو سوځول له اسلام سره دښمني ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

سلام د علم او پوهنې دین دی. تر اسلام وړاندې زمانې ته ځکه د جاهلیت زمانه وایو، چې هغه وخت اکثر انسانان جاهلان ول او د علم په ارزښت یې باور نه درلود. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتګ سره د علم رڼا وغوړېده. پیغمبر علیه السلام وفرمایل زه معلم رالیږل شوی یم، ښوونه او روزنه د یوې ټولنې او هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، او په وده او پرمختګ کې یې رغنده رول لري. په هره اندازه چې یوه ټولنه اګاه وي او د پوهې کچه یې لوړه وي په هم هغه مقدار یې ټولنه پرمختللې، او خلک یې هوسا او آرامه ژوند لري، یو بل ته په احترام قایل وي، مشر او کشر پکې مالوم وي، په ټولنيز ژوند کې یو دبل همکار وي او یو د بل لاسنیوې پکې عام وي او بلاخره هرڅوک د خپل ژوند څخه خوند اخلي.
د ښوونې او روزنې پواسطه د انسان فکري، رواني، جسمي، اجتماعي او مسلکي غښتلتیاوې غوړېږي، مثبت بدلونونه پکې راځي او همداشان ښوونه او روزنه د نورو انسانانو او موجوداتو د حقوقو د تحقق او تامین لامل کېږي، چې په مټ یې انسان د بشپړ ویاړلي ژوند کچې ته رسېږي، فقر غربت او ناتوانایي محوه کوي او د جنډر په برخه کې هر جنس ته د خپلو حقوقو په ورکړه قایل دی د اسلامي مبارکو ارشاداتو نه نیولې تر ملي او بین المللي بشري حقوقو د اسنادو له مخې یې هر انسان ته خپل حق ورکړې. د ګران هېواد افغانستان د اساسي قانون په دري څلوېښتمه ماده كي کښل شوي: زده كړه د هېواد د ټولو اتباعو حق ګڼل شوی، خو له بده مرغه تر كومه ځايه چي ليدل كېږي طالبان تل د خپلو بادارانو په امر ښوونځي او د عامو خلکو کورونه سوځوي. د ښوونځیو سوځول د علم سره دښمنی او د انسانیت سره دښمنی ده په دی وروستیو ورځو کې وسلوالو طالبانو د کندز په قلعه زال ولسوالی کې د انجونو یو ښوونځۍ په بشپړ ډول سوځولی. له معارف، ښوونځي، کتاب او متعلمو ماشومانو سره د طالب له دښمنۍ ښکاري چې دغه ډله د انساني فطرت له چوکاټه ښویېدلې ده، دې ډلې د هغه پیغمبر له میراث سره جګړه اعلان کړې چې په انساني تاریخ کې د علم، تمدن او تهذیب مؤسس بلل کیږي. طالب په دې اقدام سره ثابته کړه چې یوه قاتله ډلګۍ او د جاهل وسیله ده. طالبان باید وشرمیږي چې له دې بعد د اسلام، ایمان او توحید نومونه په خوله یادوي. داسی بریښی چی د انسانیت او اسلامیت دښمنان پر دی ولس د جهالت او تاریکی حاکم کولو هڅی کوی .د علم او پوهی له ډګره وروسته پاته کیدل د غلامی ډګر ته ټیل وهل دی افغانان اوس د دښمن په ناروا او کرغیړنو موخو پوهیدلی دی. د افغانانو دا نسل د یوې پیړی وړاندې مهالونو نسل نه دی اوس به د افغان نوی کهول په ټول توان د علم او پوهی حاصلولو پر لور په کلک هوډ وړاندی روان وی پوهنه رڼا ده تاریکی نه غواړي، ځکه چې الله تعالی هم په دې اړه فرمایلي دي : ژباړه ؛ آیا برابر دي هغه کسان چې علم لري له هغه کسانو سره چې علم نلري.
نو دې علم او پوهې اهمیت ته په کتو سره د هېواد له ټولو درنو، متدینو او علم دوسته ولس څخه غواړو چې په خپلو سیمو کې د علم او فرهنګ د ښمنانو په پېژندګلوي او د هغوی د دغه ډول غیر اسلامي او انسانی کړنو د مخنیوي او شنډولو له پاره خپلو امنیتي ځواکونو سره هر ارخیزي مرستي تر سره کړي او په دې توګه په خپلو سیمو کې د ښوونځیو او نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ د خپلو بچیانو او نورو خلکو ژوند خوندي کړي او له دې لارې څخه دی د خپل هېواد د سولې، ثبات او د علم او فرهنګ د دښمنانو پرضد دی خپل ملی او تاریخي رسالت پر ځای کړي.
د ښوونځيو سوځول او نوی نسل ترې منع کول (له زده کړې منع کول) د ژوندي ښخولو په مانا دي.




t