د خواجه غار کلي د طالبانو له شتونه پاک شول

د خواجه غار کلي د طالبانو له شتونه پاک شول

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د څو نورو کلیو په ګډون قروق، دارالعلوم او زرد کمر کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي دې عملیاتو په لړ کې د لسګونه ترهګر طالبان مړه او ټپیان شوي او همداراز د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو دا عملیات د یادو سیمو تر بشپړې پاکونې دوام لري.




t