کونړ: په مروره کې ولایتي کمپلکس جوړیږي

کونړ: په مروره کې ولایتي کمپلکس جوړیږي

د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار د ولایتي شورا رئیس او سکتوري رئیسانو په ملتیا نن چهارشنبه له غرمې وروسته مرورې ولسوالۍ ته سفر وکړ او دیادې ولسوالۍ له مسوولینو او قومي مشرانو سره یې ناسته وکړه

مرستیال والي دخپلو څرکندو په ترڅ وویل چې د ولایت مقام په هڅو د جمهوررئیس په خاصې پاملرنې د دې ولایت د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستل شوي چې یو یې هم د ولایتي کمپلکس جوړېدل دي.

ښاغلي بیدار له قومي مشرانو وغوښتل چې په رغنیزو چارو او هم د اسعد اباد ښار پراختیا په برخه کې له ولایتي ادارې سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي

نوموړي وویل چې دامهال دښار جوړونې وزارت تخنیکي پلاوی دښار پراختیا لپاره دځمکو په تصفیې بوخت دي چې له جملې یوه ډله دځان سره ولسوالۍ ته هم راوستلې څو د خلکو غوښتنې ځواب او د کمپلکس لپاره دځمکې د تصفیې چارې بشپړ کړي

مرستیال والي وویل ټولې هغه قانوني لارې به ولټوي چې د ولسونو رضایت حاصل او هم ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي او دمرورې ولسوال مولوي عنایت الله رحماني د خپلو څرګندونو په ترڅ د ولایتي کمپلکس په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او له قومي مشرانو او ځمکوالو یې د پروژې د تطبیق په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه




t