لغمان: په ۲۶ میلیونه افغانیو یو مارکېټ جوړ شو

لغمان: په ۲۶ میلیونه افغانیو یو مارکېټ جوړ شو

د څه باندې شپږ ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت مهترلام ښار کې نوی جوړ شوی سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.
نن د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۱۷ نېټه له غرمې وړاندې یاد سوداګریز مارکېټ د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ او یو شمېر نورو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.
د مهترلام ښار وال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې یې د (۲۶۶۵۵۸۹۷) افغانیو په ارزښت په دریو پوړونو کې دیوه کال په موده کې په دولس سوه متره مربع ځمکه کې دغه مارکېټ جوړ کړ.
هغه وایي،یاد سوداګریز مارکېټ ځمکتل، څلور لوی سټورونه، ۱۱ کوچنۍ هټۍ، ۳ عصري تشنابونه، ۲ لوی صالونونه، یو هوټل او د یوه کنفرانس حال درلودونکی دی.
الکوزي دغه راز په خصوصي سکتور غږ وکړ چې دې ته ورته نور مارکېټونه هم تر کار لاندې دي او دوی کولای شي په وړ کرایه دغه سوداګریز مارکېټ کې سوداګرو ته د پانګه اچونې زمینه برابره کړي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي اوښوده چې د مهترلام ښار سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې دغه ډول عصري او ښکلې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپاري.
ننګ وویل، په دې ولایت کې د انکشاف لړۍ په خورا چټکۍ سره روانه ده او ژر به لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې نورې هم پیل شي.




t